د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د کیمیاوي وسلو کاروونکي پېدا کوي


د سوریې له جګړې شاوخوا پنځه کیږي.
د سوریې له جګړې شاوخوا پنځه کیږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق سره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې هدف یې د هغو کسانو معلومول دي چې د سوریې پر خلکو یې کیمییاوي وسلې کارولي.

دغو بریدونو په تېرو دوو کلونو کې زیات شمېر ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي.

دغه پریکړه لیک چې په لومړي سر کې پرې متحده ایالاتو او روسیې موافقه کړې ده، د پلټنو یوه داسې نړیواله اداره جوړوي چې د سوریې په جګړې کې چې اوس یې پنځم کال دی، د کیمیاوي موادو کاروونکي پیدا کړي چې عدالت ته راکش کړل شي.

په ملګرو ملتو کې د متحده ایالاتو سفیرې سمنتا پاور وویل چې د عاملینو په ګوته کول مهم دي.

هغې وویل "دغه ارتباط د وروستي حساب لپاره ضرور دی چې په راتلونکې کې د نورو سرغړونو د پېښېدلو په مخنیوي کې مرسته وشي. دا هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د ګډې پلټنې ډله به یې ځواب کړي ."

په ملګرو ملتو کې د متحده ایالاتو سفیرې سمنتا پاور همدا راز وویل" دا هغو ټولو ته یو څرګند او قوي پیغام دی چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو په بریدونو کې لاس لري. د پلټنې دغه اداره به هغه څوک په ګوته کړي چې پر خلکو باندې ګاز کاروي "

ددې پریکړه لیک په اړه د روسیې سفیر ویتالي چرکین وویل " دا اړینه وه چې دا خلا ډکه شي. مونږ پدې باور یو چې د نن ورځې پریکړه وقایوي ده او په سوریه کې به په راتلونکې کې له زهرجنو کیمیاوي موادو نه د وسلو په توګه استفاده ونشی."

په همدې حال کې په دغه سازمان کې د سوریې سفیر ډاکټر بشار الجعفري پر دغې پرېکړې غبرګون وښوده.

نوموړي وویل "د سوریې عربي جمهوریت په دې باندې بیا ټینګار کوي چې بې پريتوب، روڼتیا، اعتبار او صداقت او له سیاسي کولو نه لیرې والی او همداراز د سوریې له حکومت سره همکاري او همغږي ددې پریکړه لیک، د فعالیتونو مهم اصول دي."

په ملګرو ملتو کې دمتحده ایالاتو سفیرې سمنتا پاور وویل کله چې د حساب ورکولو یواغیزناک میکانیزم جوړ شي، د پلټنې د ګډ میکاینزم له خوا راټول شوي شواهد، یعني د عاملینو پېژندل به ډېر زیات اهمیت ولري.

XS
SM
MD
LG