د لاس رسي وړ اتصالات

م.م افغانستان کې له مذاکراتو سره همکارﺉ ته چمتووالی وښود


م.م افغانستان کې له مذاکراتو سره همکارﺉ ته چمتووالی وښود

م.م افغانستان کې له مذاکراتو سره همکارﺉ ته چمتووالی وښود

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کی د جرمنی سفیر پیتر وېتېک چی پرالقاعده او طالبانو باندی د تعذیراتو د کمیټی مشری هم په غاړه لري، په افغانستان کی د دی کمېټی د کارونو په باب وویل چی دا کمیټه باید ځان ددې دپاره چمتو کړي چې په سیاسي دیالوګ کی د یوه ملاتړی رول ولوبوي چی پدی چارو کی دهغوی دپاره سهولت برابر کاندي او پداسی یوه مانع بدل نه شی چی په سیمه کی د سولی او ثبات د لاری خنډ وي.

هغه زیاته کړه چی دا کمېټه افغان طالبانو ته د غوږ نیولو او بیا یی پر غوښتنو باندی د تعمق او سوچ په اړه د افغان حکومت نظریو باندې بحث کوي او هر اړخ یې څیړي.

پر القاعده او طالبانو باندی د بندیز لګولو کمیټه د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر پر پنځلسمه د ملگرو ملتونو دامنیت د شورا له خوا د دولسوه اوه شپیتمی قانونی لایحې پر بنسټ جوړه شوه.

XS
SM
MD
LG