د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتو آستاځي د طالبانو پریکړه وستایله


د ملګرو ملتو آستاځي د طالبانو پریکړه وستایله
د ملګرو ملتو آستاځي د طالبانو پریکړه وستایله

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د جرمني دایمي آستاځي پیټر ویټیګ چې افغانستان ته په جګړه کې د ښکېلو او متضرره ماشومانو د حالت د څېړنې لپاره تللی وايي چې د طالبانو د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې نور په ښوونځیو بریدونه نه کوي او ښوونځيو ته د تلونکو ماشومانو مخه نه نیسي، هغه زیاته کړه خو لا هم د طالبانو له لېکې په اړه د زیاتو توضیحاتو غوښتنه کوي.

هغه دا ډول په طالبانو غږ وکړ چې په خپلو لیکو کې د اتلسو کالو نه د کم عمره ماشومانو له جنګولو نه دې لاس واخلي او دا دې ووايي چې د دوی په لیکو کې ماشومان نور نه جذبیږي، پيټر ویټیګ زیاته کړه چې د ماشومانو نه د ځانمرګي بریدونو استفاده دوی ته د اندېښنې وړ ده .

پیټر ویټیګ چې له ډېرې مودې راهېسې په ملګرو ملتونو کې په جګړو کې د ماشومان په اړه چارې پر مخ بیايي وايي له افغانستان نه دغه ارزونې به د ملګرو ملتونو ناستې ته وړاندې کړي چې پدې اړه دایریږي.

هغه دا ډول وویل چې له افغان حکومت هم غواړي چې د ماشومانو په اړه د عمل پلان چې افغان حکومت لاسلیک کړی تطبیق کړي خو زیاته یې کړه چې افغان حکومت ورته متعهد دی.

نوموړي له نړیوالو ځواکونو وغوښتل چې د هغو زنداني ماشومانو په اړه دې معلومات ورکړي دوی د وسلوال مخالفت په مهال نیولي دي.

پیټر ويټیګ:‪"‬مونږ دا ډول هیله لرو چې ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړل شي ترڅو هغو ماشومانو ته ورشي چې په زندانونو کې دي او د دوی شخصي اړتیاوې وڅېړي او دوی ته لازمې مرستې برابرې کړي.‪"‬

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه لوړ پوړي آستاځي دا ډول زیاته کړه چې افغانان د ملکي تلفاتو د پېښېدو په اړه جدي دي او باید تکرار نه شي او که رامخته کیږي نو باید پېښې او حوادث دې تعقیب شي.

هغه د ملګرو ملتونو له تور لست نه د ویستل کېدونکو اشخاصو په اړه وویل چې لا دوام لري خو ددې کار لپاره مهمه تګلاره دا ده چې وپوهیږي نور د ترهګرۍ تهدید نه دي.

XS
SM
MD
LG