د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ملګرو ملتونو ریپوټ رد کړی چې و ايي دوي ملکیان وژني


طالبانو نن د ملگرو ملتونو هغه رپوټ رد کړ چې وایي په افغانستان کې د سړک د غاړې په بمونو کې ډیر ولسي خلک مړه او زخمي کیږي. طالبانو دا رپوټ د غرب پروپاگند وباله.

د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد وویل یاغیان دغه وسله یواځی د خارجی عسکرو او د افغان امنیتي قواوو د له منځه وړلو دپاره استعمالوي. ذبیح الله مجاهد په یو بیان کی چه په ايمېل کی خپور شویدی، ویلي دي ددغسې پروپاگند مقصد دا دی چې مونږه په خپل ملک کې د بمونو د استعمال نه چه د اشغال گرو، د مرگونو یوه وسیله ده، منع کړي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ادارې په یاغیانو غږ کړیدی چې د سړک د غاړې بمونه نور ځکه استعمال نه کړي چې ددغه جنگ په دوران کې، د هغو د چاودنو له امله، ډیر ولسي خلک پرې وژل شویدي.

د ملگرو ملتونو ادارې په یاغیانو باندې د هغې پیښې نه وروسته دغه غږ کړیدی چې د جمعې په ورځ د بلخ په ولایت کی یو سرویس موټر د سړک د غاړی په ماین والوته ، 19 تنه ولسي خلک په کي ووژل شول او 15 نور په کې زخمي شول.

د ملگروملتونو ادارې وویل دغه چاودنه د سړک د غاړې د یو ماین له کبله شویده او د پرله پسې شواهدو نه داسي ښکاري چې دا د طالبانو کار دی. یاغیان تعبیه شوي بمونه ، یعنې هغه بمونه چې دوی یی پخپله جوړوي استعمالوي چې د ملگرو ملتونو د رپوټونو له قراره ډیر ولسي خلک پرې تلف کیږي. په تیرو 9 میاشتو کې په دی بمونو کې 340 ولسي خلک وژل شویدي او 599 تنه زخمی شویدی .

دا شمیر د تیرکال د 9 میاشتو د شمیر نه دیرش فیصده زیات دی. خو د طآلبانو نطاق دا خبره رد کړه چې یاغیانو د بلخ په ولایت کی چې د جمعې په ورځ په کی دغه چاودنه شویده، عملیات کول.

ده همدغه راز وویل، طالبان یواځې د سړک دغاړی بمونه ږدی او هغه د ریموت کنترول په وسیله چول کیږي او دا بمونه په خاص ډول د ایتلاف د عسکرو او د هغوي د ملگرو افغانو عسکرو په ضد استعمالوي.
XS
SM
MD
LG