د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د م م رپوټ یو اړخیز ګڼلی دی


طالبانو د م م رپوټ یو اړخیز ګڼلی دی
طالبانو د م م رپوټ یو اړخیز ګڼلی دی

طالبانو په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړیدی او هغه یې یو پروپاګن او یو اړخیزه ګڼلی دی.

ملګرو ملتونو پخپل رپوټ کې چې د همدې میاشتې په سر کې یې خپور کړ، ویلي ؤ چې په افغانستان کې 76 په سلو کې ملکي خلکو ته د طالبانو او د حکومت نورو مخالفو ډلو لخوا مرګ ژوبله پیښه شویده.

طالبانو پرون د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته د انټرنټ له لارې لیکونه استولي دي او ویلي یې دي چې دغه رپوټ د امریکا د سیاست تر اثر لاندې جوړ شویدی او یو اړخیز قضاوت پکې شویدی.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې دا هم ویل شویدي چې 12 په سلو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله د د افغانستان د حکومت د طرفداره قواوو لخوا پیښه شویده چې په هغې کې د ناټو او امریکا قواوې ، د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس شامل دي. د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شویدي چې د تیر کال په پرتله د ملکي خلکو په مرګ ژوبلې کې کمی راغلی دی.

په عین حال کې د ناټو قواوو پرون د چارشنبې په ورځ ویلي دي چې 7 تنه افغان ماشومان د هلمند په ولایت کې د یوه ماین په چاودنې کې ټپي شویدي. امنیتي چارواکي وایي چې ټپي شوي ماشومان د ناټو د قواوو یوه روغتون ته د درملنې لپاره وړل شویدي.

سږنی کال په افغانستان کې د نړیوالو او امریکایي قواوو لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل کیږي. په مجموعي ډول تر اوسه پورې 7 سوه تنه نړیوال عسکر په افغانستان کې وژل شویدي. یوزاې سږ کال د امریکا 486 تنه عسکر وژل شویدي پداسې حال کې چې په 2009 کال کې 317 تنه او په 2008 کال کې بیا یوازې 155 تنه امریکایي عسکر په افغانستان کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG