د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د خارجي جگړه مارانو په مسله بحث کوي


د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ پخپله غونډه کې د هغو خارجي جگړه مارانو په خطر خبرې کوي چې دا وخت نه یوازې د جنگ په ډگر کې بلکې په خپلو هیوادونو کې هم د ستر گواښ سبب کیدای شي.په دې غونډه کې به د امریکا د ملي امنیت د مشر په شمول د گڼو ملکونو د کورنیو چارو وزیران گډون کوي.

د ملگرو ملتونو مؤسسه اټکل کوي چې دا وخت د پنځلسو زرو نه واخله تر شلو یا حتی تر دیرشو زرو پورې خارجي جگړه ماران په د نړۍ په مختلفو برخو کې په روانو جگړو کې برخه اخلي. چې په دې کې څوارلس کلن هلکان او نجونې هم شاملې دي. دوي د نړۍ د مختلفو برخو نه د جگړې ډگرونو ته رسیدلي دي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د ملگرو ملتونو د عمومي منشي سره د خبرو پر مهال
د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د ملگرو ملتونو د عمومي منشي سره د خبرو پر مهال

دغه خارجي جگړه ماران نه یوازې په منځني خیتځ کې د داعیش، القایدې یا د النصره د ډلې سره په سرونو غوڅولو، د خلکو په برمته کولو او په ځان مرگه حملو کې لاس لري، بلکې دوي په افریقا کې هم د الشباب او بوکو حرم غوندې نورو ډلو سره د خلکو په ترور او بې کوره کولو کې ملگري دي.

د ملگرو ملتو د امنیت شورا به د تیر کال د ستمبر د میاشتې نه پس راغلي پرمختگ وارزوي.

په تیر ستمبر کې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په مشرۍ یوه داسې پریکړه وړاندې شوه چې نتیجه کې به ېې ټوله نړۍ کې د خارجی جنگیالیو د مخنیوي دپاره گامونه اخیستل کیږي. په دې پریکړه کې ویل شوي وو چې باید د الوتکو د مسافرو د لیستونو څړینه وشي. وسله والو ډلو ته د پیسو د رسیدو مخه ونیول شي او د ملکونو ترمنځ د اطلاعاتو د شریکولو داسې سیسټم برابر شي چې ورسره د ترورستانو لخوا د خلکو د استخدامولو، د پلانونو د جوړولو او د حملو د تنظیمولو مخه ونیول شي.

په دې پریکړه کې د ملگرو ملتو د امنیت شورا د ترهگرۍ ضد د چارو کمیټې او د هغې د مشرتابه نه غوښتل شوي و چې باید دې لړ کې د ملکونو د وړتیا او ظرفیتونو په اړه وخت په وخت راپور تیار کړي. د جمعې په ورځ دې غونډه کې به د دې کمیټې ابتدايي راپور وړاندې کیږي. دې راپور کې د هغو ٢١ ملکونو نومونه شامل دي چې دا وخت د خارجي جگړه مارو د خطرونو سره د نورو نه زیات لاس و گریوان دي.

د داعش د ترهگرې ډلې جنگیالي
د داعش د ترهگرې ډلې جنگیالي

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ترهگرۍ ضد د چارو کمیټې مشر جین پال لیبورډو وايي چې «دغه د بهرنیو جگړه مارو شتون چې دا وخت د نړۍ امنیت او سولې ته یو ستر خطر دی، دا کومه نوې خبره نه ده. خو دومره ده چې شدت ېې د پخوا نه زیات شویدی. نو باید چې موږ ېې په گډه د مخنیوي دپاره کار وکړو. دې لړ کې غړي ملکونه، د مدني ټولنو خلک، د رسنیو مسولین او ټول خپل خپل مسولیت لري.

په دې راپور کې راغلي چې دغه خارجي جگړه ماران یو څرگند او مخه په زیاتیدونکی خطر دی. دا خطر اینده کې نه یوازې خپلو ملکونو بلکې د هغو ملکونو دپاره هم گواښ کیدی شي چې دا کسان ورنه تیریږي او یا د جگړې د سیمې سره سرحد لري.

په دې سروې کې د یو شمیر نیمگړتیاو یادونه هم شویده. وايي چې په یو ویشت ملکونو کې چې سروې پکې شویده،یوازې ٥ ملکونه د الوتکو د مسافرو لیستونه ترلاسه کوي. یوازې یو هیواد په کې د هغو مسافرو دقیقه څیړنه کړیده چې د دوي د میدانونو نه نورو ملکونو ته ځی او یوازې څلور هیوادونه په دې توانیدلي چې ترورستانو ته رسیدونکي پیسې قید کړي.

د امنیت شورا د ترهگرۍ ضد د چارو د کمیسون مشر لیبرډ وايي چې د شورا د پریکړې د عملي کولو دپاره نور جدي کار ته ضروروت دی.هغه وايي «د پریکړې په اصولو باندي د سم عمل نه کیدو په وجه خارجي ترهگر توانیدلي چې په ازادۍ سره فعالیت وکړي.»

XS
SM
MD
LG