د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه بیا د قبرز د یوځای کیدو هڅه کوي


ملګري ملتونه بیا د قبرز د یوځای کیدو هڅه کوي
ملګري ملتونه بیا د قبرز د یوځای کیدو هڅه کوي

د قبرز د بیا یوځای کیدو دپاره هیلې د یوه کال مذاکراتو وروسته چې په لړ کې یې لږ پرمختګ وشو، مخ پر له منځه تلو دي خو ملګري ملتونه به د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې د دویمې دورې مزاکراتو کوربه توب وکړي. که چیري دغه خبري ناکامې شي نو کیدای شي چې په نتیجه کې دغه وچه د تل دپاره تجزیه شي او په لړ کې به یې د ترکیې هیلې هم چې غواړي د اروپايي اتحاد برخه شي، له منځه ولاړې شي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون به د ترکیه او یونان د قبرزي مشرانو سره په جینوا کې کښیني او پر هغو هلو ځلو به خبري وکړي چې څنګه کیدای شي دغه ویشل شوې وچه بیرته سره یوځای کړل شي. د ملګرو ملتونو هلې ځلې چې دا کار وکړي تقریبا ۱ کال مخکي پیل شوې خو د ناظرینو په آند یې ډیر لږ پرمختګ کړی دی.

د کارنیګي په انسټیټوټ کې میلمه څیړونکی سینان الجین چې په اصل کې په ترکیه کې د ایدم په نامه د څیړنیز مرکز ریْس دی خبرداری ورکوي چې ښايي وخت د تیریدو په حال کې وي چې دغه وچه سره یوځای شي

الجین داسي وايي:،،دا به د نړیوالې ټولنې وروستۍ کوښښ وي چې دا موضوع حل کړي. په ۲۰۰۴ کال کې هم ورته هڅه شوې وه چې ناکامه شوه او اوس په ۲۰۱۰ کال کې مونږ نوې هڅې وینو. که چیري دغه ځل هم هلې ځلې ناکامې شي نو د قبرز په برخه کې به د ترکیې دریځ هم تغییر وموندي او په نتیجه کې به یې دغه وچه تجزیه شي،،.

د یادونې وړ ده چې یواځي د قبرز د یونان خواه د نړیوالو له خوا په رسمیت پېږندل شوېده. دغه وچه په ۱۹۷۴ کال کې د یونان له خواه د لمسول شوي کودتاه نه وروسته چې ترکیې پرې برید وکړ، وویشل شوه . د ترکیې شمالي قبریز جمهوریت چې یواځي نړیوال اقتصادي بندیز سره مخ دی، یواځي د ترکیې د خوا په رسمیت پېږندل شوی دی.

خو د ملګرو ملتونو د عمومی منشي بانکي مون وروستۍ هلې ځلې ښکاري چې په سختۍ به نتیجه ورکړي. د ترکیې د بیکانت په پوهنتون کې یونانی ماهر په دې آند دی چې د یونان صدراعظم جورج پپندرا چې د پخواني منشي کوفي عنان په وخت کې د قبرز د یوځای کیدو دپاره د شوي وړاندیز ملاتړی و، داسي نه ښکاري چې په داسي موقف کې دي وي چې دا کار بیا وکړي.

،،که څه هم چې پپیندرا د کوفي عنان د پلان نه په ملاتړ سره ډیره خطره پرځان وګاله او د خپل دریځ نه یې هیڅ پر شا تګ ونکړ خو د یونان اوسنیو حالاتو ته په کتو سره، ماته داسي نه ښکاري چې هغه دي داسي کوم نوښت ولري. په عین حال کې زه فکر نه کوم چې هغه به د حل لارې د موندلو دپاره کوم خنډ وي که چیري د حل کومه لاره پیدا شي. دا به د هغه دپاره ډیره ګرانه پرېوزي چې په خپل ګوند او هیواد کې ځان ته نور دښمنان پیدا کړي او خپل د قبرز اجنډا په لاره واچوي،،.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو دپلان نه د ترکیې صدراعظم رجب طیب اوردګان هم په کلکه ملاتړ وکړ. د ۲۰۰۴ کال رفورندم د ترکیې د خوا قبرز قبول کړ خو د یونان پلو رد کړ.

د یونان برخه قبرز د اروپايي اتحاد برخه ده او ترکیې خپل د ډیرې مودې هیلې چې غواړي د اروپايي اتحاد برخه شي، په دې کې ویني چې دغه وچه سره یوځای کړي. خو د ترکیې یو لوړ پوړی ډيپلومات سلیم ینل وايي چې ترکیه به په دې برخه کې د نور څه نه تیر نشي.

هغه داسي وايي:،،تل د ترکیې د خوا نه تمه کېږي چې مراعت وکړي خو مونږ په دې برخه کې د کافي مسلو نه تیر شوي یو. مونږ هره لاره و آزمویله او هر ځل چې مو داسي وکړل د یونان د برخې قبرزیانو په اصطلاح په جیب کې واچوله او د نورو غوښتنه یې وکړه. که چیري مونږ دغه ځل بیا رعایت وکړو نو دوی به یې بیا په جیب کې واچوي او د نورو غوښتنه به وکړي. دا په اصل کې ددوي پالیسی ده. دوي تل پر اروپايي اتحاد او نورو غټو ملکونو باندي تکیه کړې ده او پر مونږ یې فشار راوستلی دی، خو د دې نه وروسته به دا کار ورنکړي،،.

ناظرین وايي چې داسي قوي دریځ د اروپايي اتحاد او ترکیې ترمنځ د قدرت په توازن کې بدلون څرګندوي. په اروپايي اتحاد کې د ترکیې د دخیلیدو مسله په یوه حساس پړاو کې ده. د یوې خوا نه د قبرز موضوع ده او د بلي خوا نه فرانسې او جرمني ددغه هیواد سره په دې کې مخالفت لري چې د اروپايي اتحاد غړی شي.

خو الجین بیا وايي چې د اورپايي اتحاد اقتصادي ستونزو ته په کتو سره او د ترکیې اقتصادي رشد ته په کتو سره په دغه اتحاد کې د ترکیې شاملېدل کرار کرار له صحنې نه وځي.

،،ددغو شرایطو په ړنا کې په اروپايي اتحاد کې د ترکیې د شامیلیدو مسله به ختمه شي. په اروپايي اتحاد کې د خلګو محبوبیت کم شوی دی او په عین وخت کې ترکیې په اروپايي اتحاد کې د شاملیدو چانس د لاسه ورکړ. دا به د ترکیې د حکومت چلند بدل کړي او په لړ کې به یې په بهرني سیاست کې ترکیه له خپل زور کار واخلي او د ترکیې شمالي قبرز جمهوریت د رامنځ ته کدیو دپاره به هلې ځلې وکړي،،.

په داسي حال کې چې یونانی قبرز به د اروپايي اتحاد ۶ میاشتنۍ مشري د ۲۰۱۲ کال په جولای کې په غاړه واخلي، د اسي ښکاري چې دغه نیټه به د قبرز د مسلې د حل دپاره ښايي یو موجب وګرځي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG