د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مهم موضوع بیا هم سوریه وه


د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې پرون د جمعې په ورځ بیا هم د بحث او ویناګانو توده موضوع په سوریه کې روان بحران ؤ. د امریکا غږ خبریالې مارګریټ بشیر د ملګرو ملتونو د عمومي دفتر نه دا رپوټ رالیږلی.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په ملګرو ملتونو کې وویل چې د هغه هیواد په سوریه کې د وسله والو مخالفینو او حکومتي ځواکونو لخوا د تشدد غندنه کوي او تر څنګ یې دا هم وویل چې اوس هم د یوه عمومي اقدام لپاره وخت شته دی. " په سوریه کې د روان بحران د پای ته رسیدو په خاطر پکار ده چې په لومړي سر کې دې پراخه اوربند وشي، بندیان او یرغمل شوي کسان دې خوشي شي او بشرې مرستې دې پیل شي. او پکار د چې د دې کار لپاره دې عملي اقدامات وشي. د همدغو کارونو له برکته به دیته زمینه مساعده شي چې په سوریه کې د دغه ملک د خپلو خلکو تر منځ خبرې اترې پیل شي. "
روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د دې شورا د پریکړو د ردولو یا ویټو کولو د حق نه په ګټې اخیستو سره درې ځله د بشار الاسد د حکومت پر ضد د اقداماتو مخه نیولې ده. د چین او روسیې همدغو کړنو ګڼ شمیر لویدیځ او عربي هیوادونه په غصې کړیدي او د ملګرو ملتونو د امنیت شوار یې هم له پښو غورځولې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګایډو ویسټرویلي ویلي دي پکار ده چې نور دې د سوریې ستونزې ته د حل یوه لاره ولټول شي. " سره لدې چې په سوریه کې تشدد او جګړې زور اخلي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کوښښونه هم په ټپه ولاړ دي خو مونږ ته پکار ده چې د یوه سیاسي حل لپاره په لارو چارو غور وکړو او لاس تر زنې کښینه نو"

شاوخوا اتلس میاشتې کیږي چې د بشار الاسد د رژیم په خلاف خلکو پاڅون کړیدي، مبارزین وایي چې د پاڅون د پیل نه تر اوسه پورې شاوخوا 30 زره کسان وژل شویدي.

په عین حال کې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (UNHCR) د همدې اونۍ په سر کې ویلي دي چې شاوخوا 3 سوه زره خلک د جګړو د لاسه دیته مجبوره شویدي چې خپل کور کلی پریږدي او ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوسي. د مالوماتو له مخې یوازې نوي زره کسان ترکې ته اوښتي دي.

د ترکې د بهرنیو چارو وزیر داوت احمد اوغلو وایي دا د شرم خبره ده چې نړیوالې ټولنې په سوریې کې د وینې د تویدو د مخنیوي لپاره کوم جدي اقدام نکړی. ښاغلي اوغلو ډیره ملامتي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا واچوله. " د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بې وسۍ او لاچارۍ له وجې د سوریې رژیم ته نور هم فرصت ورکول کيږي چې ډیر خلک ووژني. "

ښاغلي اوغلو همدارنګه وویل: د اسد رژیم دې نور پای ته ورسیږي او د عادلانه او آزدو انتخاباتو د کولو لپاره دې یو موقتي حکومت جوړ شي.
بل پلو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شهزاده عبدالعزیز بن عبدالله ویلي دي چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي هیوادونو د ټولنې د خاص استازي لخدر براهیمي کامیابي د ستونزې د حل لپاره د یوې ښکاره ستراتیژۍ د جوړولو پورې اړه لري چې هدف یې په سوریه کې په سوله ایزه توګه د قدرت انتقال وي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن د سوریې د ولس د ملګرو په نامه د یوې غونډې مشري کوله. پدې غونډې کې هیلري کلنټن اعلان وکړ چې د سوریې د ولس سره به د 30 میلونه ډالرو په اندازه بشري مرستې وکړي.
XS
SM
MD
LG