د لاس رسي وړ اتصالات

قرآن، د اسلامي قانون تر څنگ د هنرونو دنیا


د نندارتون نوم دی: «د قرآن هنر: د ترکي او اسلامي هنرونو خزانې»
د نندارتون نوم دی: «د قرآن هنر: د ترکي او اسلامي هنرونو خزانې»

نن سبا د هغه ستر قرآن، دوه پرله پسې پاڼې، د واشنگتن دي سي په یوې گالري کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نندارتون نوم دی: «د قرآن هنر: د ترکي او اسلامي هنرونو خزانې». په دې نندارتون کې، چې د شنبې په ورځ پرانیستل شو، له هرات نه نیولې تر استانبوله پورې، د اتمی پیړۍ نه نیولې تر اولسمی پیړۍ پوری د قرآن نوری لیکل شوې نسخې ننداری ته وړاندې شوي دي.

قرآن، د اسلامي قانون تر څنگ د هنرونو دنیا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

دا لومړی ځل دی چې د مسلمانانو سپڅلی کتاب، قران عظیم الشان، پدې لویه کچه د متحده ایالاتو د پلازمینې په یوه معتبره گالري کې ننداری ته وړاندې کیږي.

د قرآن پرانستې پاڼې ددې لوي سپیڅلی کتاب د قدامت او لرغونتوب نښه ده چې د آیاتو ترجمه یې په انگریزۍ ژبه د محفظی پر مخ هم تر سترگو کیږي.

د کارپوهانو او مورخینو په قول چې د مسلمانانو کتاب د اسلامی قانون ترڅنگ د هنرونو یوه دنیا هم ده.

د فرییر سکلر گالرۍ مدیر جولیان رابي وایی دا کلکسیون هم د زمان او هم د جغرافیې له اړخه، هر اړخیز او پراخ دی.

هغه وویل، «پدې کې د داومې نه نیولې تر اولسمی پیړی پوری د خطاطۍ، تهذیب او صحافۍ گڼې نمونې پکی موندلای شئ.»

دوه پلنې پاڼې، چې د هرې یوې اوږدوالی یې پنځه فوته او عرض یې اوه فوتو ته رسي، د څوارلسمې میلادي پیړۍ لرغوني آثار دي او د اوږدې مودې لپاره، سمیتسونین موزیم په پور اخیستي دي.

دوه پلنې پاڼې، د څوارلسمې میلادي پیړۍ لرغوني آثار دي
دوه پلنې پاڼې، د څوارلسمې میلادي پیړۍ لرغوني آثار دي

د قران دا دوې لویې پاڼې د لومړي ځل دپاره په نولسمه پیړۍ کې د ایران په ختیځه برخه کې د یوه برتانوي سیلاني په لاس د یوې مقبرې څخه موندل شوي دي.

د نړۍ په زیات شمیر هیوادونو کې د خطاطۍ هنر مخ په تتیدو دی چې له همدی کبله دغه نندارتون ته زیاته پاملرنه جلی شوی ده ځکه پکی په گڼو بڼو او رسم الخطونو باندی چې په هغو کې د زاویه لرونکې لیکنې نه نیولې تر نسق او ثلث پورې او د تور رنگ له پرکارۍ نه نیولې د زرو تر رنگه پورې بیلابیل میناتوري هنري طرافت هم لا ورته ښکلا بښلې ده.

د فرییر سکلر گالري د اسلامی هنرونو د څانگی مسئوله، معصؤمه فرهاد، وایی دا د هنرونو موزیم دی ددې نندارتون ټوله پاملرنه او تمرکز پدې کتاب کې د خطاطۍ د هنر ځانگړتیاوی او ډولونه دي.

هغې زیاته کړه، «دا لومړۍ ځل دی چې دا ډول یو نندارتون د اسلامی هنرونو په برخه کې د خلکو پر مخ پرانستل شوی دا هغه برخه ده چې تر اوسه په لویدیځه نړۍ کې ورباندی ژوره څیړنه نده شوې او د خلکو دپاره هم په زړه پورې ده.»

د دغو پاڼو د معرفي په متن کې، د قرآن د یوې سورې هغه برخه رانقل شوې چې وایي: د خدای د شتون علامې او د هغه د نیکیو بیلگې، په هر ځای کې شته. په دې برخه کې، د ماده پرستو نظریو بطلان ته هم اشاره شوې اومسلمانان بخښلو ته هڅول شوي دي.

میرمن فرهاد وایی، « د قران او اسلام په اړه نظریات فرق کوي، خو یو څه چې زمونږ په گټې تمامیږي دا دی چې خلک اوس علاقمند دي چې د قرآن په هکله پوه شي. او هیله مو دا ده چې دا نندارتون وکړای شي د اسلام د سپیڅلی کتاب په باب، نوی نظر وړاندې کړي او د خلکو تر منځ هم د نویو بحثؤنو دپاره لاره پرانستل شي.»

دغو نسخو یو وخت د عثمانیانو په دربار پورې اړه لرله او پاچاهانو او وزیرانو پورې یی اړه لرله چې بیا نورو مشرانو، اتلانو او ادارو ته هدیه شوي دي چې په ترڅ کې یې د تقوا او سیاسي قوت کیسې هم پدې بیساري نندارتون کې ننداری ته وړاندې شوی دی.

د دې نندارتون مسؤلین وایي پدې نندارتون کې د قرآن موجودې نسخې د مصر، سوریی، افغانستان، ایران، ترکیی او عراق څخه لاسته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG