د لاس رسي وړ اتصالات

يوناما وايي افغانستان کې ولسي تلفات کم شوي دي


یوناما په افغانستان کې په جګړه کې له ښکیلو خواو د ملکي کسانو ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې
یوناما په افغانستان کې په جګړه کې له ښکیلو خواو د ملکي کسانو ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې

یوناما وایي،د روان کال په دریو میاشتو کې د ملکي کسانو مړینه ۱۳٪ کمه شوې او د ټپیانو کچه ۱۱٪ لوړه شوې.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما راپور ویل شوي، چې د روان عیسوي کال د جنوري میاشتې د لومړۍ ورځې څخه د مارچ د میاشتې د ۳۱مې ورځې پورې ۶۰۰ ملکي کسان وژل شوي او ۱۳۴۳ تنه ټپیان شوي، چې د ۲۰۱۵ کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله مرګ ژوبله کې دوه فیصده زیاتوالی ښيي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي نیکولیس هایسم په جګړه کې د ښکیلو ټولو خواوو څخه د ملکي افغانانو د ژوند خوندیتوب لپاره د احتیاطي اقداماتو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي هایسم وویل "بشري دوستانه مسولیتونو ته په نه پاملرنه کې پاتې راتګ به په دغسې یو هیواد کې چې لا دمخه په خورا زیاته توګه ځوریدلی د هغې د لا ډیرو ځوریدلو سبب شي".

په دغه راپور کې د ۲۰۱۵ کال په څیر، ځمکنۍ جګړه د ټولې ملکي مرګ ژوبلې لویه برخه جوړوي، ورپسې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو کارونه، ځانمرګي او پیچلي ډله ییز بریدونه او ورپسې هدفي او قصدي وژنې راځي.

راپور وايي سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو لویه برخه، ۶۰ فیصده د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو او ۱۹ فیصده یې د افغان حکومت پلوو ځواکونو ته نسبت ورکړل شوې ده. همدغه راز ۱۶ فیصده مرګ ژوبله د دولتي او وسله والو طالبانو ترمنځ ګډو جګړو کې رامنځ ته شوې دي.

په دغه راپور کې شپږ فیصده مرګ ژوبله د هغو نا چاوده توکواو ماینونو له کبله رامنځ ته شوې چې مسوولیت یې چاته نه دی راجع شوی.

یوناما د ۲۰۱۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو د هوایي عملیاتو په لړکې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو په اړه هم اندیښنه ښودلې او له حکومتي ځواکونو غوښتي، چې هوایي بریدونو کې د ملکيانو خونديتوب لپاره هڅې زیاتې کړي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې ډانیل بیل ویلي، که جګړې ښوونځیو، د لوبو میدانونو، روغتیایي مرکزونو او کورونو ته نژدې ترسره شي او ښکیلې غاړې په همدغو سیمو کې د چاودیدونکو وسلوپه خاص ډول د هاوان او لاسي جوړو شویو ماینونو د تاکتیک کارونې ته دوام ورکړي، د ماشومانو په تلفاتوکې به زیاتوالی راشي.

XS
SM
MD
LG