د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما:د کندزد۱۶ورځو جګړو کې ۲۸۹ ملکي کسان وژل شوي


ملګرو ملتونو په خپور شوي راپور کې ددغو پیښ شوو تلفاتو نسبت کومې ځانګړې ډلې ته نه دي ورکړل شوی
ملګرو ملتونو په خپور شوي راپور کې ددغو پیښ شوو تلفاتو نسبت کومې ځانګړې ډلې ته نه دي ورکړل شوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما، اود ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ دفتر نن په کندز ولایت کې د بشري حقونو او په وسله والو جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه یوګډ راپور خپور کړ.

دغه ځانګړي راپور کې د روان کال د میزان د میاشتې د ۶ څخه د ۲۱ ورځې پورې (د سپتامبر د ۲۸ - د اکتوبر د ۱۳) د کندز په ولایت کې ملکي وګړو ته د پیښ شوو زیانونو او د بشري حقونو اړوند اندیښنې مستندې شوي دي.

دغه موده پر کندز د طالبانو د برید او د لنډ مهال لپاره د طالبانو له خوا ددغه ښار د نیولو او د افغان حکومت پلوي ځواګونو له خوا د ځوابي برید د افغان ځواکونو له خوا د ښار بیرته نیول او هم د دغه ولایت په نورو سیمو کې جګړو کې پیښ شوي دسرزیان ته ځای ورکړل شوی دی.

په دې راپور کې په شپاړس ورځو کې د ملکي مرګ ژوبلې په هکله معلومات ثبت شوي اوهم د خپلسرو وژنو، تښتونو،بریدونو، او په جګړو کې د کم عمره جنګیالیو څخه کار اخیستل، په ښوونې او روزنې ، روغتیایي خدمتونواو د تګ راتګ په ازادۍ اغیز ترڅنګ د تاوتریوالي د نورو ډولونو په اړه د یوناما لومړنیو موندنو ته ځای ورکړل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما، اود ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ دفتر په دغه راپور کې ویل شوي چې د میزان د ۶ څخه ددې میاشتې د ۲۱ ورځې پورې په کندز کې په جګړو کې ۸۴۸ تنه ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

ددغه راپور له مخې په دې موده کې ۲۸۹ تنه مړه او ۵۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي چې اکثریت تلفات د ځمکنۍ جګړې له امله رامنځ ته شوي دي.

" ددې تلفاتو لویه برخه د ځمکنۍ جګړې له امله رامنځ ته شوي چې په مشخص ډول يو ځانګړي لوري ته نه شي منسوب کیدلی ".

همدارنګه په دغه راپور کې د اکتوبر په دریمه د کندز په ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو په یو روغتون باندې د امریکایي پوځ د بمبارۍ یادونه هم شوې او ویل شوي چې په دغې بمبارۍ کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما، اود ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ دفتر دا ګډ راپور کې د بشري حقونوکلیدي اندیښنو ته کتنه شوې چې له ۲۰۰۱ کال را په دیخوا په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې اوږدې ښاري جګړې له امله رامنځ ته شوې اود ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د ټیټولو ، د جګړې له زیانونو د ملکي وګړو د ساتلو، نړیوالو بشري حقونو ته احترام او د حساب ورکولو د ودې په برخو کې اساسي سپارښتنې وړاندې شوي دي.

ملګري ملتونه وایي چې دا راپور ددغې ټولنې د امنیت د شورا د روان عیسوي کال ۲۲۱۰ پریکړه لیک له مخې ترتیب شوی دی.

XS
SM
MD
LG