د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: په دریو میاشتو کې ۶۵۵ ملکي افغانان ووژل شول


ملګروملتونو په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو خواو نه د ملکي افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ملګروملتونو په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو خواو نه د ملکي افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت دفتر یوناما وايي چې په دغه هېواد کې په مځکنیو وسله والو جګړو کې ملکي تلفات ډېر شوي دي.

خو په ټولیزه توګه، د یوناما د راپور په اساس د ۲۰۱۵ کال په لومړنیو دریو میاشتو کې ۶۵۵ ملکي افغانان ووژل شول او ۱۱۵۵ نورو ژوبل شول چې د ۲۰۱۴ کال د همدغې مودې په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي.

یوناما ویلي چې یوازې ۱۳۶ افغانان د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو په مخامخ جګړو کې وژل شوي او ۳۸۵ نور ژوبل شوي دي، چې له دې پلوه هم د ملکي افغانانو وژل او ژوبلېدل اته سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور وايي د توغندیو او راکټونو په بریدونو کې چې پر ملکي خلکو او یا د هغوی پر کورونو غورځېدلي ۶۲ تنه وژل شوي او ۲۰۴ تنه نور ژوبل دي، چې له دې پلوه د ملکیانو مړینه د تېر کال د همدغې مودې په پرتله ۳۴ سلنه لوړه شوې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت په راپور کې دا خبره هم راغلې ده چې په وژل شویو کې ۵۵ ښځې او ۱۲۳ ماشومان هم شته. ۱۱۷ ښځې او ۳۰۷ ماشومان بیا ژوبل شوي هم دي.

یوناما د ملکیانو په تلفاتو خپله ژوره خواشينې څرګنده کړې ده او د جګړې په ښکیلو غاړو یې غږ کړی دی چې د ولسي زیانونو مخه ونیسي.

غبرګون

د افغانستان کورنیو چاروزارت د یوناما ددغه رپوټ په غبرګون کې د افغان حکومت مخالف وسله وال په افغانستان کې د ملکي افغانانو په وژلو تورن کړي دي .

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اصلاً مخالف وسله وال په لوی لاس په ملکي اهدافو بریدونه کوي.

صدیقي د بلخ ولایت په مرکزکې ددغه ولایت د استیناف په څارنوالۍ د تیرې اونۍ د ځانمرګو بریدونو یادونه وکړه وویل چې افغان حکومتي ځواکونو ته د پوځي عملیاتو د پیلدلو په وخت د ملکي افغانانو د ژوند خوندیتوب لومړیتوب لري.

ښاغلي صدیقي وویل " دا ډیره خواشینونکې ده چې طالبان لا هم په ملکیانو بریدونو ته دوام ورکوي ، په ځانګړې ډول کله چې هغوی د سړک د غاړې ماینونه ښخوي او یاهم چې په عامه ځایونواو ملکي ادارو بریدونه کوي چې دا په دې معنی دي هغوی لا هم ملکي اهدافو باندې بریدونه کوي چې په مقابل کې افغان امنیتي ځواکونه د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب لپاره خورا زیاته هڅه کوي د مثال په توګه هرکله چې مونږ د عملیاتو د تر سره کولو تبیا نیسو کوم شئ چې زمونږ لومړی ذهن ته راځي هغه دا دي چې څنګه ملکي کسان ژغورلی شو ".

صدیقي وایي چې داسې هم شوي چې د ملکي کسانو د ژوند د خوندیتوب لپاره افغان امنیتي ځواکونو خپل پلان شوي عملیات هم فسخه کړي دي.

صدیق صدیقي وویل چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په پرله پسې توګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د هئیت له دفتر یومانا سره د ملکي افغانانو د ژوند خوندیتوب لپاره سلامشورې کوي او دغسې سلامشورو ته به دوام ورکړي.

طالبان چې د یوناما په راپورکې د ۷۳ فیصدو ملکي تلفات مسولیت پرې اچول شوې تراوسه ددغه راپور په باب څه دي ویلي خو په تیرو وختونو کې هغوی د ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتو په باب خپاره شوي راپورونه یو اړخیز بللي دي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو د ملاتړ نور سازمانونه اټکل کوي چې په تیرې یوې لسیزې کې په افغانستان تر ۱۸ زرو زیات ملکي خلک په جګړه کې وژل شوي او په لسګونه زره نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG