د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: تېر کال په افغانستان کې پرماین پاکانو شل حملې شوي


افغانستان کې ملګروملتونو د ځمکنیو ماینونو د پاکولو پروګرام په ۱۹۸۹ کال کې پیل شوی دی
افغانستان کې ملګروملتونو د ځمکنیو ماینونو د پاکولو پروګرام په ۱۹۸۹ کال کې پیل شوی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغان ماین پاکانو شل حملې شوي چې له امله یې نهه ماين پاکوونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر یا یوناما مرستیال وویل "تر ټولو زیات د اندېښنې وړ داده، چې روان تاوتریخوالی لا هم د ماین پاکۍ کارکوونکو ته نور ګواښونه پیښوي".

د یوناما دغه چارواکي په افغانستان کې د بشري مرستو رسونې کارکوونکو ته د ګواښونو یادونه هم وکړه او ویې ویل د ماین پاکۍ د برخې بشري مرستو رسوونکو ته ګواښونه شوي دي.

که څه هم د اپریل څلورمه د ماین د خطر په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ده خو افغان حکومت او ملګرو ملتونو نن د اپریل په لسمه دا ورځ په یوه غونډه کې چې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو چارواکي ورته بلل شوي وو ونمانځله.

پدې غونډه کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وویل چې په افغانستان کې د ماین پاکانو کار ندی ختم شوی او لا هم تر زر کیلو مټره مربع پورې ځمکه په دغه هیواد کې په ماینونو پوښلې ده.

ویس احمد برمک وویل چې د دوی نوې سروې ښيي چې د پخوانیو ماینونو سربیره په څلور سوه کیلو مټره مربع ځمکه نوې ماينونو ښخ شوي دي.

هغه وویل په افغانستان کې د پخوا څخه په شپږ سوه کیلو مټره مربع ځمکه ماینونه لا پاتې دي.

ویس احمد برمک وویل چې تر ټولو لویه ستونزه اوس د ماین پاکۍ د پروګرام په مخ کې د بودیجې نشتون دی.

هغه وویل" له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ماين پاکۍ د پروګرام بودیجه مخ په کمېدو ده، تېر کال مونږ تر ټولو کمه بودیجه د ماین پاکۍ د پروګرام لپاره لرله. مونږ اتیا ملیونه ډالرو ته اړتیا لرله خو ایله ۳۵ ملیونه ډالره بودیجه راکړل شوه".

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د ماین پاکۍ د پروګرام د بودیجې کمولو شاوخوا پنځه زره ماین پاکان له بې کارۍ سره مخ کړي، د هغه په ويناء اوس د ماین پاکانو شمېر ۹۰۰۰ دی پداسې حال کې چې یو وخت ۱۴۰۰۰ وو.

د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته په ۱۹۸۹ کال کې د ماین پاکۍ پروګرام په افغانستان کې پيل شوی. د ماین پاکوونې د مؤسسو د شمېرنو له مخې له هغه وخت نه تراوسه ۷۰۰ ماین پاکوونکي د ماین پاکوونې په مهال یا وژل شوي او یا هم معلول شوي دي.

دوه سوه ماین پاکان د ماین پاکونې په مهال وژل شوي پنځه سوه نور بیا معلول شوي.

د حکومت شمېرنې ښيي، چې په هره میاشت کې ۱۴۰ تنه د ماینونو له امله په افغانستان کې قرباني کیږي. د ماین پاکۍ د مؤسسو د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۱۲۰ زره افغانان د ماینونو قرباني شوي دي.

XS
SM
MD
LG