د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په یوه مرکز کې


افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په یوه مرکز کې
افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په یوه مرکز کې

دا جلال آباد ته نږدې د مومندرې د راستنېدونکو کډوالو مرکز دی. یوه کليواله بوډۍ چې په تور ټیکري کې یې ځان پیچلی، ډیره خوشاله ښکاري.

دا له شل کلن مهاجرت نه راستنه شوې ده.

دغه بوډۍ خپل تر څنګ ناستې يوې ځوانې جنۍ ته ګوته نيسي او وايي: دا جنۍ د درې شپو وه چې دوی له خپل کلي کډه وکړه. بادوباران ته په دښتوکې پرېوتله. اوس دا جنۍ دا دى ځوانه ده.

دغه بوډۍ وايي له دې وروسته به پخپل کلي کورکې وچه ډوډۍ وخوري خو بيا به کډې کولو ته زړه ښه نه کړي.

دا په داسې حال کې چې د کډوالۍ بهير شپېتمه کليزه هم په همدغه مرکز کې هېواد ته د يو شمېر کورنيو د راستنېدنې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له خوا نمانځل کېده.

انور خان او خان ولي بيا د هغو د دوو راستنو شويو کورنيو استازې دي چې د پاکستان د صوابۍ له ټوپۍ سيمې نه د پاکستاني پوليسو له چلنده زړه چاودي راستانه شوي او وايي: له دوی سره چې کومه نيمه روپۍ په جېب کې وه هغه يې ترې واخسته. دوی خوښ برېښي چې خپل وطن ته راستانه شوي خو د سرپنا نه شتون هم ژاړي. له دولت اونړۍ والې ټولنې هيله کوي چې دوي ته دسرپناغم وخوري.

د ختيځو ولايتونو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر اليا توورويچ تر هر څه وړاندې پردې خوښي څرګنده کړه چې له پېښوره تر جلال اباده لویه لار د کډوالو لپاره خوندي ده او تر دا مهاله داسې کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې چې د کډوالو بهير دې له خنډوځنډ سره مخامخ کړي.

ده پر ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان غږ وکړ چې له افغان مهاجرينو سره دې له حوصلې کار واخلي اوله دوي سره دې دبېرته راستنېدنې په پروسه کې مرسته وکړي. ده دا هم وويل چې دوي له پاکستاني مقاماتو سره د راستېندونکيو شکايت رسولى.

ده هيله څرګنده کړه چې پاکستاني مقامات به دغه ستونزه کړي. ده پر افغان کډوالو هم غږ وکړ چې وطن ته راستانه شي ځکه د دوي د مهاجرت د کارتونو وخت نور په پوره کېدو دى.

اليا تودورويچ وويل: دوی دراستنېدونکيولپاره تر ميشتېدنې وروسته يو لړداسې پروژې په کاراچوي چې په هغوي کې د دوی د ژوند ستونزې حل مومي. له دغو بېرته راستندونکيو سره د سرپنا جوړولو او يو لړ نورو چارواکي مرستې کوي.

دى وايي پر٢٠١١کال دوی ددغو راستندونکيو لپاره يو لړ نورې نوې پروژې په پام کې نيولې دي.

دى وايي د سږکال په بهير کې تر دا مهاله څه دپاسه ٧٠٠٠ کسان وطن ته راستانه شوي اود دوی له مرستو برخمن شوي دي. د مومندرې په مرکز کې دغو راستندونکيو کورنيو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېدل، هر کس ته يې ١٥٠ډالره نقد ورکول او د ماين په برخه کې يې هم پوهاوى ورکاوه.

د کډوالو اداره وايي چې تردامهاله ١،٢ميلونه کورنۍ يوازې ختيځو ولايتونو ته راستنې شوې دي. افغانستان د کډوالۍ په برخه کې پر ١٩٦٢کال د ملګروملتونو غړى شو.

XS
SM
MD
LG