د لاس رسي وړ اتصالات

میلیونونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


راپور وايي ښځې او ماشومان تر نورو ډیر په جګړو او طبیعي آفاتو کې اغیزمن کیږي
راپور وايي ښځې او ماشومان تر نورو ډیر په جګړو او طبیعي آفاتو کې اغیزمن کیږي

د ملګرو ملتونو د مرستو نړیوال صندوق په یو تازه نوي راپور کې ویلي، دا مهال نږدې اوه نیم میلون افغانان د ژوند له جدي ستونزو سره مخ دي، چې څه کم درې نیم میلون تنه یې د ژوند له ګواښ سره مخ او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د مرستو نړیوال صندوق د افغانستان لپاره په ټوله کې یوولس نیم میلون ډالرو ته اړتیا لري، چې له اړو افغانانو سره مرسته وکړي خو دا صندوق اوسمهال نږدې پنځه نیم میلون ډالر په واک کې لري.

دا راپور چې نن یکشنبې په کابل کې د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (UNFPA) له خوا خپور شو ورکې په ۲۰۱۵ کال کی د نړۍ د نفوس وضعیت څیړل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ په کچه ۱۰۰ میلون وګړي چې ورکې ۲۶ میلونه ښځې او ماشومان شامل دي بیړنیو انساني مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپو رکې چې د ۲۰۱۴ کال په اوږدو کې د افغان وګړو په ځانګړې توګه کورني بې ځایه شوو کسانو د ژوند حالت اروزل شوی، طبیعي پېښې او جګړه یې په افغانستان کې د ناښوالو لوی لامل بللی دی.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، د دې راپور له پایلو څخه په ګټې اخیستنې به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د اړو کسانو ستونزې لرې کړي.

ښاغلي مراد وویل " د اقتصاد وزارت، نور سکتوري وزارتونه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر څنګ به په ګډه دوامدارې همکارۍ ولرو څو وکولی شو له دې راپور څخه په تصمیم نیونه، د مرستو په رسولو او د خلکو د ستونزو په لرې کولو کې، سمه کټه پورته کړو."

افغاانستان سره د امریکا نوې مرسته

په ورته وخت کې نن په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو، له افغانستان سره د ژر کارموندنې په برخه کې د ۵۰ میلونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په پام کې ده چې مرسته شوې پیسې زیاته برخه د افغانستان د بیارغونې د صندوق له لارې او ۱۵ میلونه به یې د حرفوي کارونو او د ښځو د کوچنیو تشبثاتو په پروګرامونو ولګول شي.

XS
SM
MD
LG