د لاس رسي وړ اتصالات

په یونان کې د مهاجرو پر وضیعت د ملگرو ملتونو اندیښنه


د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیشنرۍ په یونان کې د مهاجرو پر بد حالت اندیښنه څرگنده کړې ده
د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیشنرۍ په یونان کې د مهاجرو پر بد حالت اندیښنه څرگنده کړې ده

اروپایي ټولنه وایي چې لا هم پناه غوښتونکي د لویدیځې مدیترانې له لارې اروپا ته مخه کوي چې اکثر یې د سوریې، افغانستان او عراق اوسیدونکي دي.

د ملگرو ملتونو د گډوالو عالي کمیشنرۍ د یوناني مقاماتو غوښتي چې د یونان په ټاپوگانو کې د مهاجرو له کمپونو څخه پناه غوښتونکي ژر تر ژره مرکزي سیمو ته انتقال کړي. د ملگرو ملتونو په وینا د هوا د حالاتو په نظر کې نیولو سره په دغو سیمو د مهاجرو حالت خورا خراب دی.

د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند ادریان ادواردز د جمعې په ورځ په ژنیو کې وویل چې د کوششونو سره سره د یونان د مهاجرو په زیاتو مرکزونو کې حالات "ډیر خراب" دي.

څه دپاسه ١٥٥٠٠ مهاجر او پناه غوښتونکي د یونان په ټاپوگانو کې گیر پاته دي.

د ترکیې سره د اروپایي ټولنې د معاملې له مخې چې اروپا ته د تلونکو مهاجرو شمیر راکم کړای شي، هغوی چې د ٢٠١٦ کال د مارچ وروسته د خطرناکه لارو د یونان ټاپوگانو ته رسیدلي که په یونان کې یې پناه غوښتنه ونه منل شي، بیرته ترکیې استول کیږي.

ښاغلي ادوارد ویلي دي چې یواځې هغه مهاجر به د یونان مرکزي سیمو ته انتقال کړای شي چې د پناه غوښتنې پاڼې یې ډکې کړې وي او یا هم روغتیایي حالت یې ښه نه وي.

له بلې خوا اروپایي ټولنې نن د جمعې په ورځ وویل چې د ترکیې او اورپایي ټولنې ترمنځ د معاملې په وجه په ٢٠١٦ کې اروپا ته د تلونکو مهاجرو شمیر له دریو څخه دوه برخې راکم شوی دی، خو د دوی په وینا د شمالي افریقا څخه ایټالیا ته د مهاجرو ورتگ له هر وخت څخه زیات شوی دی.

اروپا ته تلونکي مهاجر او سخت ژمی
اروپا ته تلونکي مهاجر او سخت ژمی

د اروپایي ټولنې سره د معاملې له مخې ترکیه تر هغې پورې په میلیاردونو یورو ترلاسه کوي چې مهاجر په پخپله خاوره کې وساتي او د هغو قاچاقبرانو مخه ډب کاندي چې غواړي پناه غوښتونکي د سمندر له لارې یونان ته انتقال کړي.

په دې معاملې کې له ترکیې سره مالي مرستې او ترکانو ته د اروپایي ټولنې اکثرو هیوادونو له ویزې پرته تگ راتگ هم شامل دی، خو په ترکیه کې د تیرې جولای میاشتې د ناکامې کودتا په نتیجه کې د حکومت د مخالفینو پر وړاندې د انقرې د سخت چلند په وجه دغه چارې ځنډول شوي دي.

د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو اداره وایي چې لا هم پناه غوښتونکي د لویدیځې مدیترانې له لارې اروپا ته مخه کوي چې اکثر یې د سوریې، افغانستان او عراق اوسیدونکي دي.

په ٢٠١٦ کې شاوخوا ١٨١٠٠٠ مهاجر د شمالي افریقا څخه د مدیترانې بحیرې له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي.

د مهاجرو زیات شمیر چې ایټالیا ته ځي د نایجریا، اریتریا او گانا له هیوادونو څخه دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان دمخه ویلي وو چې ٢٠١٦ کال د پناه غوښتونکو او مهاجرو لپاره یو مرگونی کال و چې نژدې ٥٠٠٠ مهاجر په مدیترانې بحیره کې ډوب او مړه شول.

XS
SM
MD
LG