د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف وايي جرمني کې مهاجر ماشومان ښه وضعیت نلري


یونیسف وايي هاغسې چې د یو جرمني ماشوم درملنه کیږي، د یو مهاجر ماشوم نه کیږي
یونیسف وايي هاغسې چې د یو جرمني ماشوم درملنه کیږي، د یو مهاجر ماشوم نه کیږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) په جرمني کې د مهاجرو ماشومانو د خراب حالت له کبله انتقاد کړی دی.

یونیسف وايي چې په جرمني کې پناه غوښتونکي ماشومان د ډېر وخت لپاره په نا مصونه سرپناو کې، چې ډېر خلک په کې مېشت کړل شوي، ساتل کیږي.

دا اداره وايي په دغو ماشومانو کې یې ډېر له مناسبو صحي او تعلیمي امکانانو څخه هم محروم دي.

یونیسف د ۳۵۰۰۰۰ هغو ماشومانو او ځلمیانو په حالت باندې تحقیق کړی دی چې له ۲۰۱۵ وروسته جرمني ته تللي او هلته یې پناه غوښتې ده.

یونیسف وايي دغه ماشومان ځیني وخت په سرپناو کې د څو میاشتو او آن کلونو لپاره ساتل کیږي چې کله ناکله ورسره زور زیاتی هم وشي. معلومه نه ده چې په جرمني کې څومره ماشومانو پنا غوښتې ده.

په راپور کې ویل شوي نه دي چې دا ماشومان د کومو هېوادونو دي، خو په دې وروستیو کې د سوریې عراق او افغانستان څخه ډېر خلک اروپا ته مهاجر شول.

دا راپور چې د سه شنبې په ورځ خپور شو په کې ویل شوي چې په هرو دریو پناه غوښتونکو ماشومانو کې یې یوازې یو ته د تعلیم امکانات برابر شوي دي. راپور همدغه راز وايي چې په رواني او مضمنو ناروغیو د اخته کډوالو درملنه هاغسې نه کیږي څنګه چې د یو جرمني ماشوم کیږي.

اسوشیټډ پرس وايي چې یونیسف د خپل دغه تحقیق لپاره د ۴۴۷ هغو کسانو سره خبرې او مرکې کړي دي چې د ماشومانو په سرپناو کې کار کوي.

راپور د ۲۰۱۶ کال د مۍ او سپتمبر په میاشتو کې برابر شوی دی. خو په راپور کې نه دي ویل شوي چې ایا یونیسف په دې اړه له جرمني چارواکو سره هم خبرې کړې کنه.

په وروستیو کلونو کې اروپا ته میلیونونه خلک کډوال شول او هلته یې د پنا غوښتنې وکړې، په دوی کې یې ډېر د سوریې، عراق، افغانستان او نورو جنګ ځپلو هېوادونو وګړي دي. زرګونه نور یې په لارو کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG