د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته په لار د مهاجرو ماشومانو شکنجه او جنسي تیري


ملگري ملتونه وایي د بې سرپرسته مهاجرو ماشومانو شمیر مخ په زیاتیدو دی
ملگري ملتونه وایي د بې سرپرسته مهاجرو ماشومانو شمیر مخ په زیاتیدو دی

د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو پولي صندوق یا یونیسف رپوټ ورکړی چې پناه غوښتونکي ماشومان چې له جگړو، فقر او بدبختۍ نه د تیښتې په مقصد اروپا ته مخه کوي د مدیترانې په سمندرگي کې د ډوبیدو د احتمال سربیره ددې سفر په ترڅ کې د وهلو ډبولو، جنسي تیریو او اجباري کار له گواښونو سره مخامخ کیږي.

یونیسف د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې کمه عمره ماشومان او افراد د مهاجرینو او پناه غوښتونکو په ځانگړې توگه د هغو پناه غوښتونکو زیاته فیصدي جوړوي چې له لیبیا څخه په وروستیو بیړیو کې ایټالیا ته مخه کوي. رپوټ وایي چې "ددې سفر هر گام خطرناک" دی.

ملگرو ملتونو رپوټ ورکړی چې د ٢٠٦ زرو کسانو له جملې څخه چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جون تر څلورمې پورې د مدیترانې د سمندرگي له لارې اروپا ته تللي دي له هرو دریو تنو څخه یو یې ماشومان دي. له ټولو مهمه داده چې ددغو ماشومانو په سلو کې ٩٠ ځانته دي او سرپرست نه لري.

همدا اوس لږ تر لږه ۲۳۵ زره مهاجر په لیبیا کې او ۹۵۶ زره نور د سمندر په غاړه اروپا ته د رسیدو په هیله شپې ورځې تیروي. یونیسف ددغو شمیرو او "غښتلو شواهدو" په وړاندې کولو سره ویلي دي چې د انسانانو د قاچاق جنایي شبکې د مهاجرو د ډلې ژوبلیدونکي کسان په ځانگړې توگه ښځې او ماشومان هدف نیسي.

د ملگرو ملتونو په رپوټ کې راغلي دي چې "د ایټالیا ټولنیز کارکوونکي ادعا کوي چې د هلکانو او نجونو په گډون ماشومان په لیبیا کې د جنسي تیریو سره مخامخ شوي او فحاشۍ ته اړ شوي دي او ددغو نجونو څخه یو شمیر یې ایټالیا ته د رارسیدو پر وخت حامله وی."

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ رپوټ ورکړی چې د ترکیې او یونان په لار د پناه غوښتونکو بهیر تر ډیره حده کم شوی دی، خو په زرگونو پناه غوښتونکو ته رسیدل چې په یونان کې سرگردانه پاته دي اوس هم یو لوی چانج دی.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې په ایټالیا او یونان کې د ماشومانو د ساتنې په مرکزونو کې تر ډیره حده د ځای د کمبود او نورو محدویتونو په وجه مهاجر ماشومان په تنگو خونو او یا د پولیسو په توقیف ځایونو کې ساتل کیږي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر زید رعدالحسین په یونان او ایټالیا کې د پناه غوښتونکو وضیعت چې د پناه غوښتنې د پروسې د مختلفو پړاونو په بهیر کې په توقیف ځایونو کې ساتل کیږي "د اندیښنې وړ" گڼلی دی او د دغو هیوادونو له مقامات یې د یوې بلې حل لارې موندلو ته هڅولي دي. په ځنو مواردو کې د ماشومانو لپاره د پناه غوښتنې مرحله دوه کاله وخت نیسي.

مهاجرین اروپا ته له رسیدو وروسته په ورزشي سالونونو، پوځي ترک شویو مرکزونو او نورو موقتي پناه ځایونو کې ځای پر ځای کیږي چې د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې په ځنو مواردو کې مهاجر ماشومان زده کړو او روزنې او د رواني ملاتړ په شان خدمتونو ته لاس رسی نه لري چې زیات شمیر ماشومان په مختلفو رواني اندیښنو اخته کیږي.

XS
SM
MD
LG