د لاس رسي وړ اتصالات

د عربي نړۍ په څلورو کې یو ماشوم په فقر کې ژوند کوي


د یونیسف د رپوټ له مخې په منځني ختیځ او افریقا کې د عربي هیوادونو ٢٩ میلیونه ماشومان په فقر او غربت کې ژوند کوي
د یونیسف د رپوټ له مخې په منځني ختیځ او افریقا کې د عربي هیوادونو ٢٩ میلیونه ماشومان په فقر او غربت کې ژوند کوي

د ملگرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف وایي په عربي هیوادونو کې د هرو څلورو ماشومانو نه یو یې په فقر کې ژوند کوي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف یوه څیړنه ښیي چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د هرو څلور ماشومانو نه یو یې په فقر او محرومیت کې ژوند کوي. یونیسف وایي دغه ماشومان لږ تر لږه د ژوند د دوو یا دریو لومړنیو اړتیاو نه محروم دي.

دغه څیړنه چې په همدې اونۍ کې خپره شوه په ١١ عربي هیوادونو کې شوې او دا یې موندلي چې په دغو هیوادونو کې ٢٩ میلیونه ماشومان په فقر او غربت کې ژوند کوي او د زده کړو، سمو خواړو، پاکو اوبو، د حفظ الصحې او معلوماتو ته د لاس رسي په شان د ابتدایي اړتیاو نه بې برخې دي.

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د یونیسف د معلوماتو له مخې د پوهنې نه شتون د ځوان نسل ترمنځ د فقر د عمده دلیلونو څخه شمیرل کیږي.

په دې رپوټ کې راغلي دي "هغه ډله ماشومان چې د کورنۍ مشري یې د یو بیسواده غړي له خوا کیږي د نورو په تناسب دوچنده په فقر کې ژوند کوي".

له دې سربیره ددغو ماشومانو د دریو نه یوه برخه یې چې عمرونه یې د پنځو نه تر ١٧ کلونو پورې دي یا په ښوونځي کې نه دي شامل شوي او یا هم له ښوونځي نه دوه ټولگي وروسته پاتې دي.

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د یونیسف سیمه ایز رئیس گیرت کپلیر ویلي دي چې د ماشومانو فقر د کورنیو پر عاید پورې مربوط نه دی بلکه د باکیفیته معارف، روغتیایي مواظبتونو، کور او څښاک اوبو ته په نه لاس رسي پورې هم ارتباط لري.

ښاغلي کپلیر همداشان خبرداری ورکړ، دغه ماشومان چې په راتلونکې کې کورنۍ تشکیلوي لږ تر لږه تر دریو نسلونو پورې ښایي په فقر کې ژوند ولري.

ښاغلي کپلیر وویل کله چې ماشومان د ژوند د لومړنیو اړتیاو نه بې برخې وي، څو نسله د فقر او نیستۍ د سخت کړاو سره مخامخ کیږي.

XS
SM
MD
LG