د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د یووالي ٢٠مه کلیزه لمانځي


جرمني د یووالي ٢٠مه کلیزه لمانځي

جرمني د یووالي ٢٠مه کلیزه لمانځي

جرمني د خپلو متحدکیدلو شلمه کالیزه په شانداره توگه نمانځي او د متحده جرمني په بریالیتوب چې ختیځه او لویدیځه خواوې سره یوځای شول، ویاړي.

د جرمني صدراعظمې انجلا مرکل د سوپر مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې ختیځ جرمني د تیرو شلو کلونو بدلونونه په ښه شان تطبیق کړي دي.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وویل د جرمني یو ځای کیدل د امریکا د یوه ملگري هیواد لپاره یوه تاریخي لاس ته راوړنه ده. په یوې وینا کې، هغه وویل چې دې کار په اروپا او ټوله نړی کې د ازادۍ ورونه پرانستل.

د روسیې جمهوررئیس دمتري مدویدف هم جرمني ته مبارکي ورکړه او وايي چې دداوړو برخو یو ځای کیدل د دواړوهیوادو د ستراتیژي شراکت لپاره لیاره خلاصه کړه.

په ١٩۴٥ کال کې د نازي جرمني د ماتې نه وروسته بریالیو متحدینو جرمني په څلورو اشغال شوو حوزو وویشه. هغه برخې چې د امریکا، فرانسې او بریتانیې تر کنټرول لاندې وې هغه لویدیزجرمني شو او هغه برخه چې د روسیې تر کنټرول لاندې راغلې وه، ختیځ جرمني شو.

میرمن مرکل وویل د جرمني یو ځای کیدلو په ختیزه جرمني کې د ژوند ټولو ابعادو ته د شیانو د پیریدلو نه را واخله تر بروکراسي او د کار تر نحوې پورې بدلون ورکړ.

د جرمني په شمال لویدیزه برخه کې د بریمن په ښار کې چې د یوځای کیدلو ډیر مراسم په کې نمانځل کیږي، په سړکونو کې د ژوندي موسیقي غږول د شنبې راهیسې پیل شوي دي. د برلین د ښار د براندنبرگ د لویې دروازې په خوا کې یو تفریحي پروگرام جوړ شوی دی.

خو ټول جرمنان دغه ورځ یو شان نه نمانځي. په زرگونو کیڼ اړخو د بریمن په ښار کې د جرمني د ناسیونالیزم پرضد مارش وکړ او دری زره پولیسو په ښار کې گزمه کوله چې د هرډول ناوړه پیښې مخ نیوی وکړي.

د برلین دیوال چې په ١٩٦٠ کال جوړ شو د سړې جگړې یو سمبول وگرځید. دواړه هیوادونه د ١٩٩٠ کال د اکتوبر په دریمه وروسته له یوولس میاشتې سوله ایزو اعتراضونو او د ختیزې جرمني د ناروغ حکومت په له منځه تللو سره یوځای شول.

په ختیزه جرمني کې د لویدیزپه تله اوس هم د وزگارتیا اندازه زیاته او د عایداتو اندازه کمه ده. خو په دې نژدې کلونو کې دغه واټن ورو ورو کمیږي.

په ختیزه جرمني کې ځنې داسې شکایت کوي چې د لویدیز جرمني خلک دوی د دوهمې درجې اتباعو په څیر گڼي، خو د لویدیزجرمني خلک بیا وايي چې د یوځای کیدلوپروسه دوی ته ډیرلگښت درلود او د ختیزجرمني خلک ناشکره دي.

XS
SM
MD
LG