د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پولیو یوه واکسیناتوره وژل شوې


دا په کندهار کې د پولیو په واکسیناتورانو باندې لومړی وسله وال برید دی، چې تراوسه یې چا مسولیت نه دی اخیستی
دا په کندهار کې د پولیو په واکسیناتورانو باندې لومړی وسله وال برید دی، چې تراوسه یې چا مسولیت نه دی اخیستی

په کندهار کې چارواکي وایي چې نن پر یوولس بجو د کندهار په ښارکې د پولیو یاماشومانو د ګوزڼ په دوه ښځینه واکسیناتورانو ډزې شوي چې یوه یې وژل شوې او بله یې ټپې شوې ده.

په کندهار ښار کې دوه ښځینه واکسیناتوراني د ناپیژندو وسله والو تر برید لاندې راغلي، چې یوه وژل شوې او بله يې ټپي شوې ده .

پېښه نن غرمه ۱۱ نیمي بجې د ښار په څلورمه ناحیه کې د لرګو د ګنج په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د نرګس او زهرا په نوم د واکسین دواړه رضا کارانې د واکسین د تطبیق په حال کې وې چې تر برید لاندي راغلې .

ډاکټر پخلا وویل چې نرګس په برید کې وژل شوې او زهرا ټپي شوې چي په میرویس حوزوي روغتون کې تر جدي درملنې لاندي ده .

ډاکټر پخلا وویل " نرګس چي ۱۶ کاله يې عمر وو په برید کې ځای پر ځای وژل شوې، او زهرا چې د نرګس انا کیده او ۵۵ کلنه ده پر پښه يې ګولۍ لګېدلې او هډوکو عملیات يې په میرویس روغتون کې تر کلکې طبي څارنې لاندې روان دي".

د سیمې عیني شاهدان وايي چې وسله وال تر برید وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

پدغه سیمه کې څو اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د یوناما د دفتر یوه افغانه ښځینه کار کونکې تورپيکۍ الفت هم د نا معلومو وسله والو په برید کې وژل شوې وه .

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ ته وويل چې پوليس د پېښې په اړه تحقیقات کوي او په دې اړه بشپړ جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي .

په کندهار کې دا لمړی ځل دی چي د پولیو واکسین رضاکاران تر برید لاندې راځي .

که څه هم د واکسین له کمپاینونو سره د دولت وسله والو مخالفین هم مخالفت نلري او عملآ د هغوی تر واک لاندې سیمو کې هم د پوليو ضد واکسینونه عملي کیږي ، خو دا لا معلومه نده چې دغه تازه پېښه به د چا کار وي .

تر اوسه نه هم د دولت وسله والو مخالفینو او نه هم بلي ډلي پدې باب کومه تبصره کړې .

په کندهار کې تر دې تازه پېښي ۳ میاشتې مخکې په تخته پل ولسوالۍ کې د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې د واکسین يوتن رضاکار وژل شوی وو او د موټر چلونکي په ګډون ۶ تنه نور ټپیان وو .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG