د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان شمال کې د کوکنارو کر زیات شوی


د افغانستان شمال کې د کوکنارو کر زیات شوی

د افغانستان شمال کې د کوکنارو کر زیات شوی

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره یو این او ډي سي په یوې تازه سروې کې ویلي سره له دې چې دا مهال د اپینو قیمت خورا لوړ دی ولې بیا هم په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنار په کرکیله کې کموالی لیدل کیږي.

د یو این او ډي سي دغه ژمنۍ سروې په ډاګه کوي چې په هلمند او کندهار کې د کوکنارو په کرکیله کې کموالی راغلی خو په شمال او شمال ختيځ د بدخشان، فاریاب او بغلان په ولایتونو کې بیا د تېرو کلونو په پرتله ډېرښت لیدل کیږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال ابراهيم ازهر په افغانستان کې د یو این او ډي سي له مشر جان لوک سره یو ځای په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا مهال په مارکیټ کې د تازه اپینو بیه درې سوه سلنه لوړه شوې او بې سارې ده او د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارو د اندېښنو سره سره د کوکنارو کمښت یو ښه زیری دی.

د هغه په وینا په هلمند او کندهار کې د کوکنارو د همدې شتون علتونه هم جګړې او د زراعتي پروژو نه تطبیق دی.

د مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال وویل چې په لسو ولایتونو کې یې د کوکنارو د محوې پروګرام پیل کړی په پام کې لري شپږ زره هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړي او تر دې دمه یې دوه ویشت زره هکټاره پاکه کړې. هغه وویل د محوې پدې پروګرام کې دوولس پولیس وژل شوي او څلور څلوېښت ټپيان هم دي.

په افغانستان کې د یو این او ډي سي مشر جان لوک بیا وویل دا سروې ژمنۍ ده او لا هم په بشپړه نه معلومیږي چې دوه زره او یوولسم کال به د کوکنارو د کر او کښت له پلوه څه ډول وي.

XS
SM
MD
LG