د لاس رسي وړ اتصالات

​معتادې ښځې درملنې ته زړه نه ښه کوي


د یو ان او ډي سي د کلني راپور په اساس دا د ښځو لپاره د شرم او غیرت خبره ده چې د درملنې لپاره کور پرېږدي او روغتون کې بسترې شي.

د یو ان او ډي سي د کلني راپور په اساس دا د ښځو لپاره د شرم او غیرت خبره ده چې د درملنې لپاره کور پرېږدي او روغتون کې بسترې شي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو ضد اداره​ (یو ان او ډي سي) وايي په نشو د روږدو نارینوو په پرتله، روږدې ښځې ډېرې کمې د خپل اعتیاد د پرېښودو لپاره درملنې ته زړه ښه کوي.

د د رویټرز خبري اژانس وايي د دغه کار دلیل دا ښودل شوی چې په نشو له روږدو مېندو او امېدواره ښځو سره توپیري چلن کیږي او د ماشوم روزل، ساتل، وړل راوړل او درملنه یې ګرانه ده.

د یو ان او ډي سي د کلني راپور په اساس دا د ښځو لپاره د شرم او غیرت خبره ده چې د درملنې لپاره کور پرېږدي او روغتون کې بسترې شي.

​راپور وايي ​ډېرې مېندې او امېدواره ښځې ویریږي هسې نه چې د د درملنې په بدل کې ترې د ماشومانو د ساتنې او روزلو حق واخیستل شي ​ یا بل ډول زورزیاتی ورسره وشي​،همدا علت دی چې هغوی د نشو د پرېښودو لپاره درملنې ته زړه نه ښه کوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د مبارزې د برخې مشر یوري فیډوتو وویل " مېندې په ځانګړي ډول له دغو محدودیتونو سره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې په نشو د روږدو هرو دریو کسانو کې یې یوه ښځه ده، خو په هرو پنځو کسانو کې چې درملنه یې کیږي، یوه ښځه موندل کیږي."

په نشو روږدې ښځې تر نارینوو ډېرې له جدي او مخ پر ودو روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې د متعادو ښځو په اړه معلومات او د درملنې لپاره یې مرکزونه هم کم دي، په ځانګړي ډول په بې وزلو هېوادونو کې.

په نشو روږدې مېندې چې د درملنې لپاره زړه ښه کوي، وخت ناوخت د خپلو ماشومانو د ساتلو او انتقال په برخو کې له اقتصادي ستونزو سره مخامخیږي.

ډېرې نورې ښځې بیا داسې دي چې د کورنۍ یو شمېر غړي يې په نشو روږدي وو چې له کبله یې دوی هم نشیانې شوي دي.

نشه يي نارینه شایدد خپلو کورنیو، دفترونو او جنايي څانګو له لوري درملنې ته واستول شي، خو په نشو روږدې ډېرې ښځې بیا د ټولنیزو خدمتونو د څانګو او یا روغتیايي کارکوونکو له لوري پېژندل کیږي، دغو کارکوونکو د دماغي او په نورو ناروغیو د اخته کسانو د لټون پر مهال په نشو روږدې ښځې موندلي دي.

راپور وايي په نړۍ کې د مخدره موادو د استعمال هماغسې روان دی.. د یو اټکل له مخې په نړۍ کې ۲۴۶ میلیونه کسان مخدره موادو استعمالوي، په دوی کې شاوخوا پنځه فیصده یې ۱۴ کلن او یا ۱۴کلن ځلمیان دي.

​افغانستان

افغانستان چې د نړۍ د مخدره توکو تر ټولو ستر صادروونکی هیواد دی د معتادینو شمیره هم پکښې مخ په زیاتېدو ده.

پدې وروستیو کې د مخدره توکوپه ضد د مبارزې وزارت او د امریکا د حکومت د یوې ادارې په ګډه راپور ورکړ چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه کسان په مخدره توکو روږد دي.

که څه هم پدغه راپور کې د معتادینو جنسیت نه وو څرګند شوی خو ویل کیږي په افغانستان کې په زرګونه ښځې هم په مخدراتو روږدي دي.‌

XS
SM
MD
LG