د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو پر طالبانو لګیدلي بندیزونه نورهم وغځول


 د امنیت شورا د دوشنبې په ورځد افغانستان په هکله په یوه غونډه کې پر طالبانو ددغې شورا له خوا لګیدلي بندیزونه نور هم وغځول.
د امنیت شورا د دوشنبې په ورځد افغانستان په هکله په یوه غونډه کې پر طالبانو ددغې شورا له خوا لګیدلي بندیزونه نور هم وغځول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش شتون او ددغې ډلې د فعالیتونو د پراخه کیدو په باب خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر طالبانو ددغې شورا له خوا لګیدلي بندیزونه د ۱۸ نورو میاشتو لپاره نورهم وغځول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شنبې په ورځ په نیویارک کې په دې اړه په خپله پریکړه کې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د شتون او دغې ډلې د فعالیتونو د پراخه کیدو په باب خبرداری ورکړ.

په طالبانو باندې په لګیدلو بندیزونو کې ددغې ډلې په چارواکو د سفر او د هغوی په مالي منابعو محدویتونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې پریکړه لیک کې په افغانستان کې د زور زیاتي په روانو پیښو کې د طالبانو، القاعدې او د نورو افراطي ډلو په فعالیتونو باندې اندیښنه ښودل شوې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانکړي استازي نیکلاس هیسم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل افغان امنیتي ځواکونو د بهرني پوځي ملاتړ د کمیدو له امله سږکال د یوې سختې جګړې سره مخ وو.

د یوناما مشر وویل چې ددغه حالت څخه تیریدل او د سیاسي انتقال څخه یو کال تیریدل پخپله یوه لاس ته راوړنه ده.

نیکولیس هایسم وویل چې په ۲۰۱۵ کال کې ستونزې زیاتې وې او د ملي یووالي حکومت پر کړنو د خلکو باور کم شوی خو هغه وویل چې په اقتصادي برخه کې ځیني مثبت پرمختګونه رامنځ شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې ددغه وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لاره د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې کول دي.

ښاغلي هایسم وویل "افغانستان دې ته اړتیا لري چې ستونزو ته سیاسي لاره پيدا کړي، جګړې له یوې خوا افغانان د ناورین سره مخ کړي، او د بلې خوا یې د سیاسي او اقتصادي پرمختګو په برخه کې د هڅو لاره چې په دغه هیواد کې د ثبات سبب ګرځي هم بنده کړې ده."

د یوناما مشر په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره د امکاناتو د برابرولو له امله د پاکستان،امریکا او چین څخه مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG