د لاس رسي وړ اتصالات

کابل پر طالبانو د بندیزونو هرکلی وکړ


صدیقي وویل پر طالبانو باید نور کلک بندیزونه هم ولګول شي
صدیقي وویل پر طالبانو باید نور کلک بندیزونه هم ولګول شي

د ملګروملتونو د امنیت شورا پر طالبانو شته بندیزونه د ۱۸ میاشتو لپاره تمدید کړل او کابل وايي بندیزونه باید نور هم کلک شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پر طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې هرکلی کړی خو پر دغې ډلې یې د نورو بندیزونو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ وویل "مونږ تل د بندیزونو او نورو دغسې مواردوغوښتونکي وو ترڅو د طالبانو پر څیر په تروریستي ډلو فشار راوړل شي او ددغو ډلو د تمویل سرچینې باید وچې شي".

ښاغلي صدیقي وویل چې اوس هم طالبان بیلابیلو مالي سرچینو ته لاس رسی لري او بندیزونه د دغو سرچینو په وچلو کې ډیر موثره ندي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنې په ورځ په خپله غونډه کې پر طالبانو ددغې شورا له خوا لګیدلي بندیزونه د ۱۸ نورو میاشتو لپاره نورهم وغځول.

دا بندیزونه چې د ۲۰۰۱ په پای کې پر طالبانو لګول شوي په کې په یو شمیر طالب چارواکو د سفر او د هغوی په مالي سرچینو بندیزونه شامل دي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا په دغې ډلې د بندیزونو د غځولو پریکړې ته غبرګون نه دی ښودلی خو په تیرو کلونو کې طالبانو د ملګرو ملتونو دا پریکړه په سختو ټکو غندلې او دا بندیزونه یې پر خپله ډله بې اغیزې ګڼلي دي.

خو په روان کال کې د طالبانو یو پخواني چارواکي په ناروې کې یو نړیوال کنفرانس ته د وینا په وخت وویل چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله ددغې ډلې یو شمیر چارواکي چې د اسلو غونډې ته بلل شوي وو په غونډه کې ګډون ونه شو کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو ددغې بریکړې هرکلی په داسې حال کې کړې چې دپخواني جمهوررئیس حامد کرزي د حکومت په وخت د افغانستان د سولې عالي شورا څو ځلې د ملګروملتونو څخه پر طالب چارواکو د سفر د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG