د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتيکا د پیښې د قربانیانو شمیر ٦١ کسانو ته لوړ شو


د پکتيکا د پیښې یو ټپي په سمیه ایز روغتون کې
د پکتيکا د پیښې یو ټپي په سمیه ایز روغتون کې

د پکتيکا ځايي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د پروني ځانمرګي بريد په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٦١ تنو ته ورسېد او لسګونه نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګی بريد پرون ماښام د يحيی خېلو ولسوالۍ د پړاو په کلي کې د واليبال په ميدان کې د واليبال د پای لوبې پرمهال په داسې حال کې شوی، چې ګڼ شمېر خلکو يې ننداره کوله.

د پکتيکا د والي مرستيال عطالله فضلي امريکاغږ ته وويل، چې بېګاه تر ماخوستنه د وژل شوو کسانو شمېر ۵۵ و، خو د شپې په اوږدو او نن سهار ځينو ټپيانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ښاغلي فضلي وويل، چې ټولټال ۶۱ کسان وژل شوي، چې دوه تنکي ماشومان هم پکې شامل دي، خو د حکومتي کسانو په اړه يې څه ونه ويل.

خو يوې بلې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل امريکاغږ ته وويل، چې په دغه بريد کې اووه محلي پوليس، درې د هغوی قوماندانان او يو د استخباراتو مامور هم وژل شوي دي.

په کابل او پکتيکا ولايت کې چارواکو ويلي، چې په دغه خونړۍ پېښه کې ۷۳ ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي، چې زياتره يې د چورلکو په وسيله کابل ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د روغتيا رياست قوماندان ډاکټر سياوش خبریالانو ته وويل، ۵۴ ټپيان يې تېرماخوستن کابل ته انتقال کړي، چې زياتره يې تر څوارلس کلنۍ د ښکته عمر ماشومان دي.

ډاکټرسياوش زياته کړه، چې د ټپيانو له جملې څخه د ۱۲ ټپيانو روغتيايي حالت مرګونی ښودل شوی دی.

په همدې حال کې د پکتيکا د مرکز ښرنې ولايتي ملکي روغتون رئيس ډاکټر څنارګل صديقي امريکاغږ ته وويل، چې ۱۹ ټپيان په دغه روغتون کې بستري شوي او حالت يې ښه دی.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني او د هغه لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم تېره شپه د ټپيانو د پوښتنې لپاره د سردارمحمد داود خان روغتون ته ورغلي وو.

د پکتیکا ځانمرگی برید د کورني او نړیوالو ادارو له خوا وغندل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

د ارګ له ماڼۍ څخه په يوه خپور شوي بيان کې جمهور رئيس اشرف غني د دغه ترهګريز بريد د غندلو ترڅنګ ويلي، چې دا ډول بې رحمانه وژنه، غيرانساني، غيراسلامي او د کرکې ډک عمل دی.

دغه بيان کې همدارنګه راغلي، چې جمهور رئيس غني د پکتيکا سرپرست والي محب الله صميم ته د تليفون له لارې سپارښتنه کړې، چې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي او دغه راز په پېښه کې د ښکېلو کسانو په نيولو کې جدي اقدام وکړي.

سرچينې ويلي، چې اشرف غني د پکتيکا د يادې شوې پېښې د وژل شويو کسانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته د لوی خدای ج څخه د عاجلې روغتيا غوښتونکی دی.

همدارنګه د افغانستان د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله له ځينو نورو چارواکو سره يو ځای د چورلکې په وسيله نن غرمه مهال د پکتيکا د يحیی خېلو ولسوالۍ د پېښې ځای ته ورغی.

ښاغلي عبدالله د يادې شوې پېښې د ځای د لېدنې پرمهال د قربانيانو د کورنيو له غړو سره وکتل او له هغوی سره يې د غمشريکۍ او تسليت ورکولو ترڅنګ د پوره مرستو ژمنه وکړه.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG