د لاس رسي وړ اتصالات

فلوریډا کې د طوفان له وېرې لکونو خلکو کورونه پریښي


.
.

د امریکا د هوا پیژندی اداری پیش بینی کوی چې د متیو په نامه طوفان چې د بهاما د ټاپوگانو د شمالی سیمی لور ته ور روان دی، نن د پنجشبې په ورځ به نور هم قوت واخلی او د امریکا د فلوریدا د ایالت په جنوب ختیځو ساحلی برخو باندی به ورشي.

د امریکا، د طوفانونو ملی مرکز وویل، د متیو تر نن سهار پوری، د متیو، یعنی دغه طؤفان سرعت په ساعت کی دوه سوه پنځه کیلو متره دی. دغه اداری د خطرخبرداری ورکړیدی، وایی امکان لری چې لږ تر لږه شل سانتی متره باران ووریږی.

د هوا د حالاتو د پیش بینی اداره چې دغه طوفان تعقیبوی، وایی د متیو قوت د دری درجو نه څلورمی درجی ته رسیدلی دی، او د جمعې په ورځ راسا د فلوریدا د ایالت شرقی ساحلی لور ته ور رسیږی.

هغه په خلکو غږ کړیدی چې وخت ډېر کم دی او څومره زر چې کیدی شي باید د خطر سیمه پریږدي. هغه وویل چې قریب دوه میلونه خلک به دې ځای نه ووځي او که نه نو د مرگ خطر ېې هم دی.

تر دې دمه په غرب الهند کې د هسپنیالیو جزیره کې شپږ ویشت کسان وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG