د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګو د روزګان پر ولایت برید کړی


ځانمرګو د روزګان پر ولایت برید کړی
ځانمرګو د روزګان پر ولایت برید کړی

د حکومت چارواکي وایي چې د روزګان په ناکراره ولایت کې د حکومت پر ودانیو باندې ځان وژونکې حملې شوې دي.

د حکومت په څو مرکزونو باندې د یوه ساعت حملې په دوران کې کم ترکمه ١٩ کسان وژل شوي او ٣٧ تنه نور زخمیان دي.

خبري رپوټونه وايي چې تقریبا ٣ تنو د خپلو ځانونو پورې تړلي چاودېدونکو مواد نن د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د حکومتي ودانیو سره نژدې وچول او د پولېسو سره یې جګړه وکړه.

حکومتي مامورانو وویل چې د روزگان په مرکز ترینکوټ کې د حمله کوونکو اصلي هدف د والي دفتر، د پولیسو قومانداني او د هغه محلي ملشې قرارگاه وه چې په دغه ولایت کې د ناټو ځواکونو د پوځي کتارونو د امنیت ساتلو مسوولیت په غاړه لري.

طالبانو د حملو مسوولیت په غاړه اخیستلی دی او وایي چې شپږو تنو ځان وژونکو په دغو حملو کې برخه لرله چې د مخکې نه پلان شوې وې.

د روغتون ډاکترانو وویل چې په وژل شویو کسانو کې ملکي خلک هم شامل دي او یو ماشوم هم وژل شوی شوی دی.

امید خپلواک، د بي بي سي خبریال په دې برید کې ووژل شو
امید خپلواک، د بي بي سي خبریال په دې برید کې ووژل شو

په ترینکوټ کې یو محلي خبریال هم په حمله کې وژل شوی دی.

د طالبانو یوه ویاند وویل چې د بي بي سي ددغه محلي خبریال د مرګ مسوولیت د حکومتي ځواکونو پر غاړه دی خو په ازاده توګه د طالبانو ددغې ادعا تصدیق تراوسه پورې نه دی شوی.

د مخورو اشخاصو وژنه

طالبانو په تیرو څو ورځو کې په افغانستان کې په دولتي هدفونو باندې یو لړ غټې حملې کړې دي او یو شمېر مهم کسان یې وژلي دي.

پرون یوه ځانمرګه د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي وواژه.

د کندهار د ښاروال وژل د هغو یو شمیر مهمو کسانو د وژولو په لړ کې تازه پېښه وه چې د جمهور رییس حامد کرزي نژدې انډیوالان ګڼل کیدل.

عیني شاهدانو وویل چې ښاروال غلام حیدر حمیدی په داسې حال کې ووژل شو چې په خپل دفتر کې یې د ځمکې په سر د راپورته شوې شخړې د حل لپاره یې دخلکو سره غونډه درلودله.

طالبانو د کندهار د ښاروال د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې هغه یې له دې امله وواژه چې څه موده مخکې په ښار کې د ښاروال په امر د څو کورونو د ورانو په وخت یوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي وو. ویل کیږي چې دا کورونه په غېر قانوني توګه جوړ شوي وو.

له دې څو ورځې وړاندې د کندهار د ولایتي شورا رییس احمد ولي کرزی پخپل کور کې په ورته برید کې ووژل شو.

د تشدد دا تازه پېښې په داسې حال کې کیږي چې ناټو لګېا ده د افغانستان د څو ولایتونو د امنیت دساتلو مسوولیت د حکومت ځواکونو ته ور سپاري.

XS
SM
MD
LG