د لاس رسي وړ اتصالات

په ارزګان کې ځانمرګه برید شوی


آرشیف
آرشیف
د اوروزگان دولایت امنیتي چارواکي وايی چې یوه ځانمرگي په یوه موټر بم کې له ځان سره درې ملکیان ووژل او شپږ تنه نوریې ټپېان کړل.

د اورزگان د والي نطآق عبدالله همت وویل چې نن د شنبی په ورځ د دهراود په ولسوالۍ کې دپولیسو ېوې تاڼی ته نژدې یوه چاودنه وشوه.

ددغه ولایت دامنیې د قوماندانۍ نطاق وايي چې داسي ښکاری دغه موټر بم له وخت نه مخکي وچول شو، ځکه چې د پولیسو د دفتر دروازی ته لا نه ورسیدلی.

داسوشیتید پریس خبری آژانس وايي چې د طالبانو جنگیالي معمولا کوښښ کوي چې د حکومت ودانۍ، کاروانونه او بهرني عسکر د موټر بم په بریدونو کې په نښه کړي.
XS
SM
MD
LG