د لاس رسي وړ اتصالات

په ارزګان کې بمي چاودنې لس کسه ملکیان وژلي


آرشیف
آرشیف
د ارزگان ولایت چارواکي وايې چې نن د دغه ولایت په دهراود په ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د بم یوې چاودنې لس کسان ووژل چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

چارواکي وایې چاودنه هغه مهال وشوه چې مسافرین په یوه وین موټر کې سپاره وو او موټر یې په بم وربرابر شو. ولایتی مامورانو وویل چې اته کسان په دغه پېښه کې زخمي شوي هم دي.

ویل کېږي چې وژل شوي کسان د یوه حاجی مبارکۍ ته روان وو چې څه موده مخکي د حج د ادا کولو نه وروسته راستون شوي و.

دوه هفتۍ مخکې د فراه په ولایت کې د سړک پر غاړه د بم په یوه مرگانۍ چاودنه کې ١٧ ملکي کسان هغه وخت ووژل شول چې د یوه واده سره تللي وو. په دغو کسانو کې هم زیاتره ښځې او ماشومان شامل وو.

د ملگرو ملتونو یو ریپوټ چې سږکال خپور شوی ، وایې چې په افغانستان کې دسړک پر غاړه دبمونو په چاودنو کې زیات شمیر ملکي وگړی وژل کېږي. ملگري ملتونه وایې چې معمولا طالبانو او د افغانستان دحکومت نور وسله وال مخالفان په جنگ کې دافغان او خارجی ځواکونو پر خلاف د تعبیه شویو بمونو نه کار اخلي.

په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه دافغانستان نه د ١٣٩٣ هجري شمسی تر پای پوري وتلو ته ځانونه چمتو کوي ، د طالبانو حملې پری دوام لري او هیڅ ډول کموالی په کې نه لېدل کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانگړي استازي مارک گرسمن پرون د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئیس صلاح الدین رباني هرکلی وکړ.

دواړو خواو د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر د پرمختگ دپاره پربیلا بیلو لارو چارو باندې خبري وکړې.

ښاغلي گروسمن د مصالحې موخې ته د رسیدو دپاره د سولې د عالي شورا د رئیس د هڅو او زیار ستاینه وکړه. هغه وویل دی دا منی چې افغان مشران پر سولې باندی د باور په درلودلو سره، سوله د افغانستان دپاره حیاتي گڼي. اټکل کیږي چې ښاغلی صلاح الدین رباني نن د امریکا د بهرنیو چارو له وزیری هیلری کلنتن سره هم ملاقات وکړي.
XS
SM
MD
LG