د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما د ٢٠١٦ کال بودجې هدف د منځنۍ طبقې وده ده


د امریکا د خزانې وزیر جک لو وایي نه یوازې د امریکا اقتصاد په ثابته کچه د پرمختگ په حال کې دی، بلکې له زیاتو هیوادونو نه ښه شوی هم دی.

د امریکا د خزانې وزیر جک لو وایي نه یوازې د امریکا اقتصاد په ثابته کچه د پرمختگ په حال کې دی، بلکې له زیاتو هیوادونو نه ښه شوی هم دی.

په داسې حال کې چې د امریکا د دوه زره شپاړم کال لپاره وړاندیز شوې بودجه د بارک اوباما د واکمنۍ د پاتې دوو کلونو او له هغه وروسته وخت لپاره یوه مالي تگلاره ، هغه په داسې مالی طرحو باندی تنظیم شوی ده چی هدف یې د امریکا د منځنۍ طبقی د اقتصاد د پیاوړتیا او د همدی طبقې د پانگې اچونې ساتل دی.

خو د نژدی څلور تریلیونو ډالرو دا بودجه به له ځانه سره دروند قیمت هم و لري. په دې معنی چې ۴٧٨ میلیارده ډالره د دفاعی لگښتونو لپاره، ٥٢٦ میلیارده ډالره د ټول گټو پرژور لپاره، او٥٦١ میلیارده ډالره د غیری دفاعی لگښتونو لپاره نیول شوي دي چې همدارنگه د منځنۍ طبقې د خلکو لپاره د مالیې را ټیټول او د یو شمیر وړیا کالجونو جوړول دا ټول په دی بودیجه کې هم شامل دي.

دایان لیم چی یوه اقتصاد پوهه ده او په واشنگټن کې د اقتصادی پرمختگ په کمیټه کې کار کوي وایي " زه له پانگې اچونې سره هیڅ کومه ستونزه نلرم او فکر کوم چې زمونږ هیواد هغه څه ته چې په راتلونکې کې د اوږدې مودې اقتصادي پرمختگ سبب شي په پوره اندازه ترویج او پانگونه نه کوي."

هغه وایي د بودجې لپاره باید یوازی واقعي لارې په پام کې ونیسو او له دې پرته به دا پانگه اچونه هیڅ وخت رامنځ ته نه شي.

په لویو شرکتونو او سترو پانگه والو باندې د راتلونکو لسو کالونو لپاره په مالیه کې د دوه تریلیونو ډالرو زیاتوالی ددې وړاندیز کوي چې ددې مصارفو په ورکولو او ددې طرحې په عملي کولو کې مرسته وکړي. خو د امریکا په کانگرس کې به په دواړو مجلسونو کې زیاتره جمهوریت غوښتونکی له دی کارسره موافقه ونکړي او تر ٢٠٢٦ کال پورې به د بودجې کسر نور زیات شي.

میرمن لیم وایي، په دی خاطر که تاسې د یوې یا دوه لسیزو مخکې کالونو بودجې ته نظر واچوئ نو په څرگند ډول لیدل کیږي چې مونږ لا تر اوسه په دې هکله هیڅ ډول کار نه دی کړی تر څو پوه شو چې په څه ډول کیدای شي د روعتیایی بیمی قیمتونه په داسې حال کې را کم کړو چې داخلي نا خالص تولیدات په زیاته اندازه لوړ نه شی.

د امریکا د خزانې وزیر جک لو د کانگرس استماعیه غونډې ته وویل چې نه یوازې د امریکا اقتصاد په ثابته سطحه د پرمختگ په حال کې دی بلکې له زیاتو هیوادونو نه ښه شوی هم دی.

هغه زیاته کړه " واقعیت دا دی چی زمونږ شرکتونو او کمپنیو په تیر کال کې خلکو ته نږدی درې میلیونه کارونه پیدا کړي و چې دا د نویمې لسیزې له وروستیو کلونو نه تر اوسه پورې یو لوی رقم دی."

ښاغلي لو دا هم وویل چې په نړیواله سویه به مونږ همدارنگه له خپلو تجارتی شریکانو سره مرستې ته دوام ورکوو چې زیاتره یې تر اوسه هم په دې هڅه کې دي چې خپل اقتصاد لوړ کړي او هغه تشې ډکې کاندي چې د نړیوال اقتصادی بحران له امله ورته ور پیدا شوې وي.

خو د امریکا د متحده ایلاتو کانگرس او ولسمشر باید مخکې له دې چې د بودجې دا طرحه د قانون بڼه غوره کړي، باید یوې موافقې ته سره ورسیږي. خو د اقتصادي چارو کارپوهه دایان لیم په دې نظر ده چې د بودجې ډیره کمه برخه به ښایي تصویب شي.

XS
SM
MD
LG