د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ۲۰۰۱ کال ۹/۱۱ قربانیانو ته درناوی وکړ


د ۲۰۰۱ کال د سیپتمبر په یوولسمه د القاعدې شبکې ترهګرو څلور الوتکې وتښتولې او په نیویارک ښار کې د نړیوال تجارتي مرکز پر دوه لوړو ودانیو او واشنګټن ته نژدې په دفاع وزارت يي وجنګولې، یوه يي د پنسلوانیه ایالت په سمرسیټ ناحیې کې ولویده. متحده ایالات د همدغو بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو خلکو په یاد او درناوي پنځلسم کال مراسم لمانځي.

د سيتمبر ۱۱ مې سهار و چې په نیویارک کې دوه الوتکې په نړیوال تجارتي وداینو وجنګول شوې
د سيتمبر ۱۱ مې سهار و چې په نیویارک کې دوه الوتکې په نړیوال تجارتي وداینو وجنګول شوې

جمهور رئیس بارک اوباما د یکشنبې په سهار ۸:۴۶ دقیقو په سپینه ماڼۍ کې د قربانیانو په یاد یوه شیبه چپتیا وکړه، دا هغه شیبه ده چې د تښتول شوو څلورو الوتکو، لمړنۍ يي په نیویارک کې په نړیوال تجارتي مرکز وجنګول شوه. د سپینې ماڼۍ وروسته هغه په پنتګان کې د همدې بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو په درناوې جوړو شوو مراسمو کې ګډون وکړ. په پنتګان یا دفاع وزارت ودانۍ باندې په جنګول شوې الوتکه کې ټول ۱۸۴ تنه مړه شوو.

جمهور رئیس اوباما وویل زموږ په یاد دي او نژدې ۳ زره هغه ښکلي انسانان به مو له یاده ونه وځي چې په بی رحمه توګه یي ژوند واخستل شو. ښاغلي أوباما داسی څرګنده کړه چې ترهګر به هیڅ کله د متحده ایالاتو په څیر یو ستر او ځواکمن هیواد ته ماتې ورنکړي. هغه د امریکا مختلف نژاده ولس وستایو او وی ویل چې همدا مختلف نژاد او مذهب ددی هیواد قوت دی.

جمهور رېیس اوباما د ۲۰۰۱ کال د سیپتمبر د بریدونو دا مراسم د جمهور رېیس په حیث د وروستي ځل لپاره ولمانځل، ځکه په راتلونکې جنوري میاشت کې یي دنده ختمیږي.

بارک اوباما د جمهور رئیس په توګه د ۹/۱۱ مراسم د وروستي ځل لپاره ولمانځل
بارک اوباما د جمهور رئیس په توګه د ۹/۱۱ مراسم د وروستي ځل لپاره ولمانځل

د نیویارک په نړیوال تجارتي مرکز د برید په وخت کې د وژل شوو کسانو یاد او درناوې هم پرځای شو. پدې مراسمو کې د ۲۰۱۶ کال مخکښه کاندیدانو دیموکراتې هیلري کلنټن او جمهوري غوښتونکي کاندید ډانلدټرمپ د نړیدلو ټاورونو پرځای کې د قربانیانو په یاد خپل درناوې پرځای کړ. هغوئ ددی ورځې لپاره خپل انتخاباتي کمپاینونه بند کړي وو.

لکه د پخوا په څیر په نیویارک کې سږکال هم د ۲۹۸۳ هغو کسانو نومونه ولوستل شوو چې په همدې ورځ په برید کې ووژل شوو. او د نیویارک په وخت ماښام به د نړیوال تجارتي مرکز په همدې دوه نړیدلو ټاورونو ځای کې لوی څراغونه بل شي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG