د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ناټو د چوکاټ نه بهر د امریکا ستر متحد هیواد شو


واشنګتن اعلان کړیدی چې افغانستان د ناټو د تړون نه بهر د امریکا یو لوی ملګری دی. په دې اساس افغانستان د امریکا سره د اوږدې مودې دپاره امنیتي او دفاعي همکاري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلیري کلنتن دغه نوی دریځ د شنبې په ورځ په کابل کې د جمهورریس کرزی سره د کتنې نه وروسته اعلان کړ.

هلیري کلنتن د جمهورریس کرزی سره د غونډې نه وورسته وویل افغانستان به نور د القاعدې او بین المللی ترورستانو پناهګاه نه وی چې امریکا ، سیمی او نړې ته خطرونه پیښوی.

د بهرنیو چارو وزیرې هلیري کلنتن وویل دا نوی دریځ د افغانستان سره په راتلونکو کالونو کی د واشنګتن د ژمنې یو قوي سمبول دی. هلیري کلنتن زیاته کړه چې امریکا به افغانستان یواځې پرېنږدي. د ناټو نه بهر دامریکا په غټو ملګرو هیوادونو کی مصر، اسراییل، جاپان، او پاکستان دی.

خارجه وزیره هلیری کلنتن د کابل نه جاپان ته ځي چې د افغانستان سره د د ملکی مرستو په هکله بین المللی کنفرانس کی برخه واخلی.

توقع کیږی چې مرستندوی هیوادونه د کال د څلور ملیاردو ډالرو برابرولو مرستی ژمنی وکړی او ډیر کالونه به د ملکی ملاتړ دپاره دغه

مرسته ورسره کیږی. د خارجه وزیری سره ملګرو مامورینو، ددی معلوماتو ورکولو نه ډه ډه وکړه چې امریکا د څومره مرستی ژمنه وکړه.

هیلری کلنتن په پاریس کی د سوریی په هکله د ډیرو هیوادونو په کنفرانس کی د ګډون نه وروسته ، پرته له دې چې سفر یی اعلان شی، کابل ته ولاړه

XS
SM
MD
LG