د لاس رسي وړ اتصالات

جان مکین: هیله لرم چې پیټریس به د جګړې قوانین بدل کړي


جان مکین: هیله لرم چې پیټریس به د جګړې قوانین بدل کړي
جان مکین: هیله لرم چې پیټریس به د جګړې قوانین بدل کړي

د امریکا د مشرانو د جرګې غړي جان مکین وایي هیله لري چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو نوی عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس به د جګړې په ډګر کې د جګړې په قوانینو کې بدلون راولي.

د جګړې په هغو قوانینو کې چې د ناټو پخواني عمومي قوماندان په عسکرو وضع کړي ؤ، د عسکرو نه غوښتل شوي ؤ چې د ملکي خلکو د وژل کیدو د مخنیوي په خاطر دې د زړه ورتیا نه کار واخلي او د ځان ساتنه دې وکړي.

ښاغلي جان مکین چې پرون د دوشنبې په ورځ یې د افغانستان جنوب ته سفر کړی ؤ،وویل که چیرته د کندهار په ولایت کې چې د طالبانو قوي مرکز ګڼل کیږي امنیت ټینګ شي نو د بغاوت پر ضد تګلاره به کامیابه شي. د مکین سره پدغه سفر کې جمهوري غوښتونکی سناتور لنډزی ګرام او خپلواک سناتور جوزف لایبرمن هم ملګري وو.

د امریکا د سنا دغو دریو واړو غړو د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو د نوي عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس او په کابل کې د امریکا د سفیر کارل آیکنبیري سره هم کتلي دي. هغوي د امریکا د کانګریس هغه پریکړه وغندله چې د اداري فساد او رشوت خورۍ د اندیښنو پر اساس یې د افغانستان سره د 4 میلیارده ډالرو مرستې کمې کړیدي.

له بلې خوا بیا ناټو پرون د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې څلور عسکر یې د بم په چاودنو کې وژل شویدي.

همدارنګه د امریکا جمهور رییس براک اوباما پرون د دوشنبې په ورځ جنرال ډیوډ پیټریس ته مبارکي وویله. جنرال ډیوډ پیټریس په افغانستان کې د یو سل او څلویښتو زرو نړیوالو ځواکونو قومانده د یکشنبې په ورځ رسماً په غاړه واخیسته.

جمهور رییس اوباما د هغوي د سرښندنې او قربانۍ ورکولو نه مننه وکړه او په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ارزښت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG