د لاس رسي وړ اتصالات

٥ نور امریکايي عسکر ووژل شول


ناتو وایی چی یاغیانو په افغانستان کی په جلا جلا حملو کی پنځه امریکایی عسکر وژلی دی چی په دی سره د امریکایی عسکرو لپاره خونړۍ ورځی دوام لری.

ناتو وایی چی څلور امریکایی عسکر د افغانستان په ختیځ کی د سړک د غاړی د بم په چاودنی کی وژل شوي دي او بل عسکر د افغانستان په جنوب کی د یاغیانو په یوی حملی کی ووژل شو.

همدا شان د دوشنبی په ورځ هم د سړک د غاړی په بم کی اوه امریکایی عسکر او یو د ایستونیا عسکر ووژل شول .

د یوه بل خبر له مخی په افغانستان کی د ناتو او امریکایی عسکرو عمومی قوماندان نن وویل چی طالبان که څه هم د ایتلاف قواوو د افغانستان په جنوب کی د هغوی په قوی مرکزونو حملی کړی بیا هم هڅه کوی چی خپل نفوذ خپور کړی.

جنرال پیتریس دا خبره ومنله چی یاغیان سخت مقاومت کوی.

هغه زیاته کړه هغه پلان چی د افغانستان نه د امریکایی عسکرو وتل پیل شی په دی پوری به اړه ونلری چی امنیتی مسؤلیت افغان قواوو ته وسپارل شی.

د امریکا او ناتو قوماندان وویل چی د امریکا د جمهور ریس براک اوباما د اعلان له مخی چی د ٢٠١١ م کال د جولای په میاشت کی به د افغانستان نه امریکایی عسکر راوځی هغه به ډیر تدیجی شکل ولری.

جنرال پیتریس وویل چی هغه دیرش زره اضآفی عسکر چی جمهور ریس اوباما یی امر ورکړی په راتلونکو څو ورځو کی به افغانستان ته ورسیږی چی په دی سره به په افغانستان کی د ناتو او امریکایی عسکرو شمیر یو سلو پنځوس زرو ته ورسیږی.

هغه همدا شان وویل چی دی د جمهور ریس حامد کرزي د هغو اندیښنو سره ځان شریک بولی چی وایی یاغیان په گاونډی ملک پاکستان کی دیره دی.

بل پلو وسله والو کسانو چی په موټر سایکل سواره وو نن کابل ته نژدی د موسیی په ولسوالۍ کی د افغانستان د ستری محکمی دری تنه مامورین چی په یوه بس موټر کی سپاره وو په ډزو وویشتل او ویی وژل او لږ تر لږه دولس تنه نور یی زخمی کړل.

XS
SM
MD
LG