د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته نور عسکر لیږي


امریکا افغانستان ته نور عسکر لیږي
امریکا افغانستان ته نور عسکر لیږي

د امريکا متحده ایالات غواړي چې د خپلو سمندري قواو ١۴٠٠ نور عسکر هم افغانستان ته ولېږي چې د طالبانو هغه پخواني مرکزونه وساتي چې امریکایي عسکرو ورنه په جنگ کې نېولي دي.

د امریکا د دفاع د وزارت مامورانو نن وویل چې د امریکا د سمندري پوځ دا تازه دم عسکر به د پسرلي په موسم کې د جنگونو د زیاتېدلو نه مخکې په راتلونکو څو هفتو کې افغانستان ته ورسېږی.

امریکا افغانستان ته نور عسکر لیږي
امریکا افغانستان ته نور عسکر لیږي

د Wall Street Journal ورځپانه د څو تنو نامعلومو امریکایې مامورانو له قوله نن راپور ورکوي چې د دغو عسکرو زیاتره برخه به د افغانستان په جنوب کې ځای پرځای شي چېرې چې ترټولو ډېر سخت جنگونه د طالبانو سره شوی دي.

وړم کال په ډېسمبر کې جمهور رئیس بارک اوباما افغانستان ته ٣٠٠٠٠ نور عسکر لېږلي او کوم عسکر چې اوس هلته ځي د هغو ٣٠٠٠٠ عسکرو نه سېوا دي.

امریکا دا وخت په افغانستان کی ٩٧٠٠٠ عسکر لري. تېره میاشت اوباما وویل چې اوس په افغانستان کې په پوځي ډگر کې دومره پرمختگ شوی دی چې کولی شي ددغه هېواد نه د خپلې وعدې سره سم د کال ٢٠١۴ پورې د امنیت د ساتلو مسوولیت افغاني عسکرو ته ورحواله کړي، او امریکایي عسکر راوباسي چې سږکال په جولایي کې به یې راویستل پیل شي.

XS
SM
MD
LG