د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر د ټاکنیزو درغلیو د مخنیوي غږ وکړ


په افغانستان کې د امریکا سفیر جمیز کنینگهم
په افغانستان کې د امریکا سفیر جمیز کنینگهم
په کابل کې د امریکا سفیر د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو نه غوښتي دي چې خپلو ټاکنیزو چارواکو ته امر وکړي ترڅو د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې درغلي ونکړي.

د امریکا سفیر جمیز کنینګهم په یو پیغام کې چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا سفارت خپور کړ، ویلي چې هغوی چې درغلي کوي خامخا رسوا کیږي او اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راځي.

نوموړی په خپل پیغام کې وایي " زه بیا هم له دواړو کاندیدانو غواړم چې د ټاکنیرو کمیسیونونو سره همکاري وکړي او د هغوی د کار ملاټړ وکړي او د موثقو اسنادو پرته په ټاکنیزو کمیسیونونو له انتقادونو ډډه وکړي".

د امریکا سفیر د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو نه دا هم غوښتي دي چې په یو بل د شخصی نیوکو او تعرضو هم ډډه وکړي.

ښاغلي کنینګهم ویلي چې د امریکا متحده ایالات د شفافو ټاکنو په ترڅ کې رامنځ ته کیدونکی نوی حکومت سره کار کولو ته چمتو دی.

هغه د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو نه دا غوښتنه په داسی حال کې کړی چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځاکړې دفتر په ټاکنو کې د دخیلو خواو او د کاندیدانو څخه غوښتي چې د ټاکنو د شفافیت لپاره دی کار وکړي.

ددغه دفتر ویاند نظیف الله سالارزي امریکا غږ سره په خبرو کې د ټاکنیزو کمیسیونونو نه هم وغوښتل چې د تیرو تیروتنو د پیښیدلو د مخنیوي تدابیر دې ونیسي.

یوناما له کاندیدانو هم غواړي چې د ټاکنو د پایلو درناوی وکړي او خپلو پلویانو او ملاتړو ته دا ووایي چې درغلیو ته مخه ونکړي.

ټاکل شوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د شنبې په ورځ د جوزا په ۲۴ ترسره شي.

د نورو اندیښنو سربیره امنیت ددغو ټاکنو په وړاندې یو لوي ځند ګڼل کیږي.

د حکومت وسلوالو مخالفو په وار وار ددغو ټاکنو د کډوډولو خبردارۍ ورکړي خو افغان حکومت وایي چې ددغو ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې تر ۱۹۵۰۰۰ پورې ځواکونه د انتخاباتو د مرکزونو شاوخوا ځای په ځای کړي دي.
XS
SM
MD
LG