د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د امریکا نوې آرزیابي خپره شوه


د افغانستان په اړه د امریکا نوې آرزیابي خپره شوه

د افغانستان په اړه د امریکا نوې آرزیابي خپره شوه

په افغانستان کې د جنگ په اړه چې د امریکا د حکومت کومه تازه ارزیابي نن خپره شوي ده ، په دې خبره باندې په کې ډېر ټینگار شوی دی چې د طالبانو او القاعدې پر خلاف په جنگ کې د امریکا ترمشرۍ لاندې ایتلافي قواو پرمختگ کړی دی خو اوس هم ډېرې ستونزې او ازمونونه موجود دي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د افغانستان د جنگ دستراتېژۍ د ارزېابۍ رپوټ خپورکړ .

پوره یو کال مخکې ښاغلي اوباما افغانستان ته دجنگ لپاره ٣٠٠٠٠ تازه دم امریکايي عسکر ولېږل.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز خبریلانو ته وویل چې د جنگ په اړه به دامریکا په موجوده پالسۍ کې چندانې زیات بدلونونه رانه شي او نه به دا ارزېابي ددې باعث شي چې بل کال د افغانستان نه دامریکايي عسکرو د را ایستلو په پلان کی کوم بدلون راشي.

گېبز وویل چې په ارزېابۍ کې د افغانستان د جنگ په اړه د پاکستان او امریکا ترمنځ لا زیاتې همکارۍ ته اشاره شوې ده.

خو د امریکا د استخباراتو دملي اټکل دوه تازه راپورونه چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون خپاره کړل، وایي چې پاکستان په قبایلي سیمو کې د افغانستان د سرحدونو سره څېرمه د طالبانو پر خلاف دپوځی اقدام نه ډډه کوي او له همدې کبله په افغانستان کې د امریکا پوځي کوښښونه د ستونزو سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG