د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون به سبا لاسلیک شي


د امریکا د ولسمشر سلاکار او په افغانستان کې د امریکا سفیرخبري کنفرانس کابل
د امریکا د ولسمشر سلاکار او په افغانستان کې د امریکا سفیرخبري کنفرانس کابل

د امریکا سفیر جیمز کننګهم خبریالانو ته وویل لا هم معلومه نده چې د افغانستان د نوي حکومت نه به څوک دا تړون له امریکا سره لاسلیکوي، خو وې ویل چې یو لوړ پوړی چارواکی به وي.

د امریکا سفیر وویل چې د امریکا له اړخه به په خپله دا تړون لاسلیک کړي، هغه وویل د پروتوکولي ملحوظاتو له کبله به امنیتي تړون نوی افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی لاسلیک نه کړي.

ښاغلي کننګهم وویل "‬د پروتوکولي لاملونه له کبله ولسمشر ته دا مناسبه نده چې امنیتي تړون لاسلیک کړي، خو یو مناسب لوړ پوړی چارواکی به وي، چې دا امنیتي تړون سبا سهار ته لاسلیک کړي.‪"‬

د امریکا سفیر وویل چې په امنیتي تړون کې کوم تغییر ندی راغلی او هماغه زوړ متن دی چې کار پرې شوی و. هغه وویل امنیتي تړون د پاکستان او افغانستان په پوله د پېښېدونکو پېښو سره کار نه لري او دا په خپله ددغو هیوادونو کار دی چې دغو معضلو ته لاره پیدا کړي.

په همدې خبري ناسته کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سلاکار جان پوډیستا چې د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې یې د امریکا د پلاوي استازیتوب کاوه، د افغانستان د نوي حکومت نه د اوږدې مودې لپاره د ملاتړ اعلان وکړ.

ښاغلي پوډیستا وویل ‪"‬د ملي یووالي حکومت د ټولو افغان رايي ورکوونکو استازیتوب کوي، زه ټول افغانان هڅوم چې له دغه حکومت سره ګډ کار وکړي، د امریکا متحده ایالات له نوي حکومت سره مرستو ته دوام ورکوي.‪"‬

دا چې د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ولې د امریکا د کابینې کوم غړي برخه وانخیسته، د بارک اوباما سلاکار وویل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په امریکا کې په لیدنو بوخت و، او د لوړې د مراسمو وخت لنډ و.

د اوباما سلاکار وايي، د نوي حکومت په سر د دواړو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ موافقه شوې، خو د کارونو د پرمخ بېولو لپاره میکانیزم ته اړتیا ده چې جوړ به یې کړي.

هغه وویل د نوي حکومت لپاره د مات اقتصادي حالت روغه ده، یو ګواښ به وي.

د امریکا سلاکار د نوي ولسمشر د تګلارې د بیان په مهال د هغه د اصلاحاتو اجنډا وستایله چې د افغانستان لپاره د کار کولو لپاره اړینه ده.

نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي نن د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د ولسمشرۍ واګې واخېستې او پخواني ولسمشر حامد کرزي ورته دا واګې وسپارلې.

XS
SM
MD
LG