د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې له شورا سره د امریکا ۵۰ میلیون ډالره مرسته


د سولې له شورا سره د امریکا ۵۰ میلیون ډالره مرسته
د سولې له شورا سره د امریکا ۵۰ میلیون ډالره مرسته

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې عالي شورا ته د پنځوس ملیونه امريکايي ډالرو مرسته وکړه چې د سیمو د بیارغولو د ګړندیتوب د پروګرام له لارې یې په هغو سیمو کې په مصرف ورسوي په کومو کې چې یاغیان د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي او له وسلوال مخالفت نه لاس اخلي.

په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبیري، د ماليي له وزیر حضرت عمر زاخېلوال او د سولې د شورا د دار الانشاء له رئیس سره ددغې مرستې د ټړون د لاسلیک په مهال وویل دا مرسته د سولې له پروسې سره د امریکا د ملاتړ ښوونه کوي او امریکا د سولې له پروسې هم سیاسي او هم ماليي ملاتړ کوي.

د ماليي وزیر حضرت عمر زاخېلوال وویل دا پنځوس ملیونه ډالره مرسته به په بیارغونه او په کلیوالو سیمو کې په بنسټیزه جوړښتونو ولګول شي او د افغانستان د ملي بودېجې له لارې به تنظیم شي.

د مالیې وزیر د اشنا تلویزیون ته وویل چې نورې ژمنې هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG