د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغانستان کی اوږدمهالی پوځي موجودیت د سولې خبرې اغېزمنوي


رپوټ: افغانستان کی اوږدمهالی پوځي موجودیت د سولې خبرې اغېزمنوي

رپوټ: افغانستان کی اوږدمهالی پوځي موجودیت د سولې خبرې اغېزمنوي

د امریکا ددفاع وزارت مرستیالی میشل فلورني دمارچ په پنځلسمه نیټه دامریکا کانگریس ته په یوه استماعیه غونډه کی وویل چی دامریکا متحده ایالات به " د ترهگری ضد عملیات " له شریکو مراکزو نه په افغانستان کی، له ۲۰۱۴م کال نه تر ډیرې مودې پورې وروسته هم ادامه ورکړي.

دغې وینا دیته اشاره کوله چی داوباما اداری د سولی دخبرو په برخه کی نرموالی له لاسه ورکړیدی او دا اداره به دیته ضرورت ولری چی ددی قابلیت ولری چی د طالبانو له مشرانو سره د سولی روغی جوړی ته ورسیږي.

د میشل فلورني له خبرو نه دا هم معلومیږي چې د اوباما اداره دا نیت لري چی په افغانستان کی د اوږدی مودې لپاره نظامي موجودیت وساتي.

دا په دې پوری اړه نلری چی له طالبانو سره یوې روغې جوړې ته د سولې لپاره رسیږي او که نه. دا خبری د اوباما اداری یوی باوری منبع د پالیسی د مطالعاتو یوه انستیتیتوت IPS تصدیق کړیده.

دامریکا د پوځ سره د تعهد په نظر کی نیولو سره دامریکا یومرکچی یا کوم بهرنی منځگړی به په دی قادرنشی چی دناټو اوامریکا د عسکرو بشپړ وتل، د طالبانو ددی تعهد په مقابل کی پیشنهاد کړی: طالبان به وسله وال پاڅون پایته ورسوی؛ او له القاعده سره به اړیکی وشلوی.

دغو دوه مسلو ته له ډیر پخوانه د امکانی سولی اوروغی جوړی دمنځته راتللو، د بینادی ټکیو په توگه کتل شویدی.

د طالبانو له هغو مشرانو سره چې تیرکال په پاکستان کی ونیول شول، د ډیر و میاشتو له خبرونه وروسته دا څرگنده شوه چی د کویټی شوری یا د طآلبانو د مشرانو جرگه ، دیته چمتو وه چی د سولی په یوه معامله باندی خبری وکړی. په دی رپوټ کی داخبری دهغی باوری منبع له قوله کیږی چی د دغو تحقیقاتو په برخه کی معلومات ورکړل شوی و.

هغه کسان چی د طالبانو په برخه کی معلومات لری هغوی په دی برخه کی موافقه درلودله چی په دغه راز یوه معامله کی باید دامریکا اوناټوقواو ی په بشپړه توگه له افغانستان څخه ووزي.

سفیر تامس پیکرینگ او دملگرو ملتونو مجرب دیپلومات لخدر براهیمی چی دافغانستان د سولی د مذاکراتو په باب یی په گډه لیکنه کړیده او تیره اونی چاپ شوله لیکی چی " دخارجی قواو تضمین شوي وتل " به خامخا ددغې معاملې یوه برخه وي. هغوی تیره اونۍ د سه شنبی په ورځ په نیویارک ټایمز کی همدغه راز لیکلی وو.

ان تردی چی که طالبان، دامریکا له دی غوښتنی سره موافقه وکړی چی له القاعده سره اړیکی وشلوي، نوسره له دی هم ددی اوسنی اداری پالیسی چی دتیرکال، ډیسمبر په میاشت کی د ستراتیژیکو ارزونو په وخت کی دی نتیجی ته رسیدلی ده چی وايی لږ تر لږه به د خاصو قواو ځای په ځای کولو ته ادامه ورکړی.

گاریت پورټر لیکی که چیری دغه روغه جوړه له طالبانو سره واوشی نو دامریکا خاصی قواوی به په خپلو عملیاتوکی په طآلبانو پسی نه گرځی. بلکه یوازی به دالقاعده په غړیو پسی گرځی چی داخبره یقینی کړی چی افغانستان په اینده کی، په دی سیمه کی د بی ثباتۍ سبب ونه گرځی.

د پالیسی د مطالعاتو انستیتیوت ته ویل شویدی چی ددغی پالیسی یوه برخه ددی غوښتنه کوی چی دامریکا متحده ایالات په بگرام په هوايی اډه کی خپل هوايی قوت وساتي. او دلیل به یی همداوی.

که څه هم د طالبانو دریځ په دی مسله کی یووالی لري، خو رسمی فرضیه داد ه چی طالبان به دغه رازمذاکرات ومنی چی په افغانستان کی دامریکا یو محدود نظامی موجودیت قبول کړی.

د پالیسی د مطالعاتو انستیتیوت IPS ته ویل شویدی چی داوباما داداری لپاره به دا خبره نسبتا اسانه وي چی په افغانستان کی هوايی قوه او دخاصو قواو قطعات وساتی نسبت دیته چی ترنامعلومی مودی پوری پیاده قوه او عسکر هلته وساتي.

گاریت پورټر په پای کی لیکی چی داریانتیا خبره داده چی دخاصو قواو قطعاتو په افغانستان کی دخارجی قواو له موجودیت سره ډیرغټ حساسیت پیدا کړیدی.

ځکه چی هغوی د شپی له خوانه چپاوونه غورزوی چی ځینی وخت یی غلط افراد په نښه کړي وي او ملکیان پکی وژل شویدی. په همدی سبب دافغانستان جمهوررئیس حآمدکرزي په دی نیژدی میاشتو کی یعنی د 2010 کال د نومبر په 13 مه غږ وکړ چی د خاصو قواو عملیات دی په افغانستان کی بند شی او که چپاونه کیږی نو هغه به دافغان قواو له خوانه او دافغانستان دقانون سره سم وي.

XS
SM
MD
LG