د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر د افغان ملکیانو د وژلو له امله په عمري بند محکوم شو


امریکايي عسکر د افغان ملکیانو د وژلو له امله په عمري بند محکوم شو
امریکايي عسکر د افغان ملکیانو د وژلو له امله په عمري بند محکوم شو

د امریکا د پوځ ېو عسکر په هغو تورونو محکوم شو چې درې تنه افغان بې وسلې ملکېان ېې تېرکال وژلي وو.

خوردضابط کالوین ګبز چې 26 کلن دی، پرون د پنجشنبې په ورځ د امرېکا په ېوه پوځي محکمه کې مجرم ثابت شو او د عمري قید سزا پرې راوخته. په دغې محاکمې باندې دواشنگټن په اېالت کې دپوځ په ېوه مرکز کې ېوه اونۍ ولگېده.

خو هغه له اته کاله قېد تېرولو نه وروسته د عفوی لپاره مستحق گڼل کېدلی شي.

څارنوالانو وویل ګبز د پنځو نورو هغو امریکایي پوځیانو مشري کوله چې ځانونه یې د وژنې ټیم باله. په هغه باندې دا تور و چې بې ګناه خلک یې په بې رحمۍ سره وژلي دي او د هغوي ګوتې یې د یادګار په خاطر پرې کړیدي. په هغه باندې ټول لګیدلي جرمونه ثابت شویدي.

خوردضابط کالوین ګبز یو پنځلس کلن ماشوم چې وسله هم ورسره نه وه پداسې حال کې وژلی و چې پخپل پټي کې یې کار کاوه. د دغه ماشوم د مړي سره عسکرو عکسونه هم اخیستي دي.

ګبز پخپلو جرمونو اعتراف ونکړ خو د هغه تر قوماندې لاندې درې عسکرو بیا خپل جرمونه ومنل او په همدې خاطر د هغوي د بند سزا کمه ده. دغو درې عسکرو په خوردضابط ګبز باندې په پوځي محکمې کې شاهدي ورکړه او څلورم عسکر تر اوسه ندی محاکمه شوی.

له دغو بې رحمه اعمالو نه هغه وخت پرده پورته شوله چې د گبز د ېونېټ په برخه کې د مخدره موادو د استعمال په برخه کې تحقېقات وشول. گبز په هغه جرم کې هم مقصروبلل شو چې خپل ملگري عسکر یی په دې وهلي و چې دده د مخدره موادو د استعمال په برخه کې ېې خپلو منصبدارانو ته رپوټ ورکړی و.

رپوټ په پاې کې وايی چې دغه جراېم د افغانستان په لس کلنه اوږده جگړه کې ترټولو ناوړه جراېم بلل شوېدي.

XS
SM
MD
LG