د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي چارواکي د افغانستان په تګلارې کې یوه خوله نه وو


امریکایي چارواکي د افغانستان په تګلارې کې یوه خوله نه وو

امریکایي چارواکي د افغانستان په تګلارې کې یوه خوله نه وو

ېو نامتو امرېکاېې ژورنالست واېې چې د اوباما دحکومت غړو د افغانستان لپاره د جمهور رېس د جنګ د نوې پالسئ په اړه اختلاف نظر درلود.

د واشنګټن پوسټ او نېوېارک ټاېمز ورځپاڼو دواړو په دې ارتباط نن د واشنګټن پوسټ ور ځپاڼې د مرستېال مسوول مدېر او مشهور ژورنالست باب وډ ورډ په قلم لېکل شوي ېوه نوي کتاب ځینې برخې چاپ کړیدي. ددی کتاب دلېکلو په وخت ښاغلي باب وډ ورډ د جمهور رېس اوباما او د امرېکا د حکومت د مامورانو سره مرکې کړي دي.

د کتاب لېکونکی واېی کله چې جمهور رېس رېس اوباما د افغانستان د جنګ لپاره د دېرش زرو اضافی عسکرو د لېږلو اعلان وکړ نو وروسته بېا هم دامرېکا دپوځ مشرانو او قوماندانانو د ښاغلي اوباما نه بار بار غوښتل چه دجنګ لپاره دې ورته نور عسکر او پوځي وساېل برابر کړي.

داوباما دحکومت ماموران واېې چه جمهور رئېس ېو رسمي ېادداشت تېار کړ چې په شپږو پاڼو کې لېکل شوی ؤ او په دغه ېادداشت کې ېې په افغانستان کی دامرېکا پوځي ستراتېژي په ډېر څرګند ډول په تفصېل سره تشرېح کړه، تر څو دامرېکا د پوځ قوماندانان د جمهور رئېس فېصله له سره بېا په بل شکل تعبېر او تفسېر نه کاندي.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه واېي که څه هم چې د افغانستان د جنګ په اړه داوباما د حکومت دمامورانو ترمنځ اختلافات ندي را ښکاره شوي، خو دباب وډ ورډ دکتاب نه څرګندېږی چه دمخکېني اټکل بر خلاف په دې اړه ېې اختلافات ډېر شدېد وو.

په نوي کتاب کی داخبره هم ذکر شویده چه د امرېکا د مرکزي استخباراتو اداره سی اې اې په افغانستان کی ېوه درې زره کسېزه ملېشه لري چه زېاتره غړي ېې افغانان دي او همدغه ملېشه په اطرافو او قباېلی سېمو کی دطالبانو دجنګېالو په خلاف عملېات سرته رسوی.

ددی نوي کتاب عنوان Obama’s War ېا داوباما جنګ دی او د راتلونکې دوشنبی په ورځ به خپور شی.

ژورنالست باب وډ ورډ د پخواني جمهور رېس رچرډ نکسن دحکومت په زمانه کی د واټر ګېټ درسواېۍ په باب دېوه بل امرېکایي ژورنالست، کارل بېرنسټېن سره ېو ځای دلېکنواو تحقېقاتو په وجه خورا ډېر زېات شهرت ومونده، او بالاخره جمهور رئېس رچرډ نکسن مجبور شو چې خپله استعفا ورکړی.

XS
SM
MD
LG