د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پیټریس: د افغانستان سره د ایران مرستې ریاه کاري ده


جنرال پیټریس: د افغانستان سره د ایران مرستې ریاه کاري ده

جنرال پیټریس: د افغانستان سره د ایران مرستې ریاه کاري ده

په افغانستان کی د امرېکایې قواو او ناټو عمومي قوماندان وایي چې د افغانستان دحکومت سره د اېران د نغدو پېسو مرسته ېو ډول ریا کاري ده او هم ېو گمراه کوونکی عمل دی.

امرېکایي جنرال ډېوېډ پېټرېیس د امرېکا غږ دفارسي سرویس سره په خپله مرکه کې نن ووېل چې په افغانستان کې د اېران کړه وکړه ضد او نقېض دي، له ېوې خوا خو دافغانستان حکومت ته نغدی پیسې لېږي او له بلې خوا د طالبانو سره مرسته کوی چه غواړی د جمهور رېس کرزي حکومت راچپه کړی او د کمزوري کولو لپاره ېې کوښښ کوي.

دهغه چا سره مرسته کوی چه د افغانستان د حکومت لپاره د امنیتی ستونزو او مشکلات پېداکول غواړی.

امرېکاېې جنرال په افغانستان کی داېران موقف او درېځ کړکېچ نه ډک او متضاد وباله . ځکه چه په مستقېم ډول طالبانو ته وسلې ورکوی او نظامی روزنه ورته کوی او هم غواړی چه په افغانستان کی ثبات او ارامی رامنځ ته شی ترڅو افغانستان وکولی چه ر خپلی دامنېت چارې په خپله سبمال کړی .

جنرال پېټرېس داېران اوسنی رول په عراق کې ددغه هېواد درول سره مقاېسه کړ او وېې وېل چه ېو ډول تخریبي او تباه کوونکی رول ېې په عراق کې لوبوه.

خو پېټرېس ووېل اېران نه غواړی چه په افغانستان کې بېرته هغه حالت راشی چه په کال دوه زره ېو مېلاد ی کی ېې لره . جنرال پېټرېس ووېل چه اصلا نه امرېکا او نه اېران په افغانستان دمخکنی حالت راتلل غواړی ځکه چه دهغه په وېنا افغانستان په هغه زمانه کی دالقاعدې په شان دنړېوالو تندورانو خوندی پناگاه وه.

د سه شنبې په ورځ اېران ومنله چې د ډېرو کلونو څخه را په دې خوا ېې د افغانستان حکومت ته نغدې پېسې لېږلې دي. اېران وایي د دغو پېسو هدف دا وو چه دافغانستان په ابادۍ کې مرسته وکړي.

د دوشنبی په ورځ جمهور رئېس حامد کرزي ووېل چې دفتر ته ېې داېران نه دهغه په وېنا په بورېو بورېو نغدې پېسې رارسېدلې دي. ښاغلي کرزي زېاته کړه چې دغه پېسې دامرېکا په شمول د ېو شمېر د نورو ملکونو د پېسو سره چې د افغانستان حکومت ته ېې ورکوي هېڅ فرق نه لری.

د امرېکا او ناټو د قواوو قومندان په خپله مرکه کې ووېل چې جمهور رئیس کرزي داېران نه د پېسو د اخېستلو په هکله سمه خبره وکړه مگر دغه پېسې دهغو نغدو پېسو نه هغو پېسو نه زېاتې نه دي چې امرېکا او ېو شمېر نور ملکونه ېې ورته ورکوي. هغه ووېل چه ددغو مرستو نه ښکاری چه امرېکا او اېران په افغانستان کی ېو لړ مشتر هدفونه هم لری. دواړه ېې غواړی چه دمخدره موادو تولېد کم شی ځکه چه اېران ددغې نا حېې ډېر مشکلات لری ، بله داده چه شېعه اېران هم نه غواړی، طالبان داهل سنت دسخت درېځې او محافظه کارې عقېدې خاوندان دي په افغانستان کی بېرته قدرت ونېسی.

XS
SM
MD
LG