د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په باب د یوه آمریکايي هیت ریپوټ


د افغانستان په باب د یوه آمریکايي هیت ریپوټ
د افغانستان په باب د یوه آمریکايي هیت ریپوټ

ېو ازاد او مستقل هېت دامرېکا د جمهور رئیس بارک اوباما نه غواړي که په افغانستان کی د امرېکا پوځي مامورېت کې د پرمختگ کومې نښې نښانې ونه لېدل شي نو بېا دې د پوځ مامورېت راکم کړي.

دغه مسلکي هېت چې په واشنگټن کې دامرېکا دخارجي اړېکو شورا جوړ کړ، او په دې اړه ېې وظېفه ورسپارلی وه، نن ېې خپل راپور خپور کړ.

په خپل راپورټ کې هېت د ښاغلي اوباما دهغې پرېکړې سره ملاټر څرگند کړی دی چې پروسږکال ېې په افغانستان کې القاعدې او طالبانو سره د جنگ په خاطر دامرېکاېې قواو د شمېر د زېاتولو لپاره کړی وه. امرېکا دا وخت په افغانستان کې سل زره عسکر لري چې د جنگ نه علاوه افغاني قواو ته روزنه هم ورکوي.

د اوباما حکومت به بله مېاشت په افغانستان کې دامرېکا د جنگ موجوده ستراتېژي ارزېابي کوي او ددې هېت په راپور کې هم غوښتنه شوی ده ، که چېری په جنگ کی کافي پرمختگ شوی وي نو د اوباما حکومت کولی شي د خپلو مخکېنېو هد فونو سره سم مخ په ووړاندي ولاړ شي او عسکر دې نه را باسي.

خو هېت د اوباما نه غواړي په داسې حال کې چې په افغانستان کي د خپل پوځي بري او پرمختگ په باره کې ارزېابي کوي باېد دا خبره هم په نظر کې ونېسي چې دغه پرمختگ څومره درانه مصارف اېجابوي .

مخکي د اوباما حکومت اعلان کړی ؤ چې بل کال په دوبي کې د جولاېې په مېاشت کې به افغانستان نه د امرېکاېې قواو را اېستل شروع کړي مگر اوس ورو ورو خپل موقف بدلوي او واېې هدف ېې دا دی چې د کال ٢٠١۴ مېلادي پورې افغاني قواو ته دامنیت دساتلو کار او مسوولیت وروسپاري.

XS
SM
MD
LG