د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جګړې په اړه د پنټاګان ارزیابي


د افغانستان د جګړې په اړه د پنټاګان ارزیابي
د افغانستان د جګړې په اړه د پنټاګان ارزیابي

دامرېکا ددفاع وزارت پنټاګان وايی دافغانستان په جګړه کې د طآلبانو خلاف رېښتونی او محسو س پرمختګ منځته راغلی دی او هغه دا چی هغوی له خپلو سنګرونو نه په جنوبی برخو کې اېستل شوي دی.

پنټګان په خپل هغه رپوټ کې چې دکال په نېمايي کې ېې کانګرېس ته وړاندی کړېدی لېکی چې دا پرمختګ لاکمزوری دی ځکه چې سختی جګړی لا په مخکی دی. په داسی حآ ل کې چې طآلبان کوشش کوی جګړی ته زور ورکړی او له افغان اونړېوالو قواونه د خاوری ېوه برخه بېرته ونېسی.

دا رپوټ د جمعی په ورځ خپور شو، خو د 2010 م کال د اکتوبر نه نېولی د 2011 م کال د مارچ تراخره پورې، حآلاتو ته په کې کتنه شوېده.

پنټاګان وايي په مرګ ژوبله کې په دې موده کې د زېاتوالی سبب دادی چې زښت ډېر عسکر هلته حضور لري او د طالبانو دخوندی ځاېونو خلاف ډېر سخت تهاجمی عملېات سرته رسېږي. له بلی خوانه په ژمي کې هم ډېره ېخنی نه وه.

پنټاګان په خپل رپوټ کې نورې نېمګړتېاوی هم ېادی کړېدي، په دې کې د عسکري ښوونکېو کموالی شامل دی، دا روزونکي به دافغانستان قواوی تربېه کوی، او هغوی ته به بېا دخارجی قواو له وتلو نه وروسته امنېتی مسوولېتونه ورسپارل کېږی.

جمهوررئېس براک اوباما وايی قواوی به له افغانستان څخه د جولای په مېاشت کې په وتلو باندی پېل وکړی. دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزی په دې لړکې 7 سېمی ېادی کړی دی چې په هغوکې به دناټو قواوی افغان قواوته امنېتی مسوولېتونه ور وسپاري.

پنټګان همدرانګه خبرداری ورکوی چې سېاسی ستونزی هم شته دی او ېوه پکې داده چې د افغانستان د حکومت انکشاف ډېرسوکه روان دی اوداکار هغه امنېتی پرمختګونه له خطرسره مخامخولی شی چې تراوسه پورې لاسته راوړل شوېدی.

د جمعی دورځی په رپوټ کې پنټګان دناټو اوامرېکا قوماندانانو ته خبرداری ورکړ چې د ېاغی طآلبانو د حقانی شبکه چې القاعده سره تړاو لری په راتلونکېو څوروځو کې په افغانستان کې دېو لړ برېدونو لپاره پلانونه جوړوی.

XS
SM
MD
LG