د لاس رسي وړ اتصالات

د آمریکايي عسکرو لومړۍ ډلې د افغانستانه حرکت وکړ


د آمریکايي عسکرو لومړۍ ډلې د افغانستانه حرکت وکړ

د آمریکايي عسکرو لومړۍ ډلې د افغانستانه حرکت وکړ

په دې اونۍ کې دامرېکا څو سوه عسکر له افغانستان څخه ولاړل. دا هغه لومړنۍ ډله عسکر دي چې دهغو لسو زرو په جمله کې شامل دي چې له افغانستان څخه به ددې کال ترپایه پورې ووزي.

دامرېکا نظامي چارواکو د جمعې په ورځ داخبره تائېد کړله چې تقرېبا 650 امرېکايی عسکر چې دافغانستان په شمالي ولاېت پروان کې خدمت کوي، د چارشنبی په ورځ ېې امرېکا ته حرکت وکړ. نظامي چارواکي وايي چې ددوي په ځای به بله قطعه عسکر هلته ونه لېږل شي.

دامرېکا جمهوررئېس تېره مېاشت اعلان وکړ چې 33 زره عسکر به له افغانستان څخه د 2012 م کال د سپټبمر ترمېاشتې پورې له افغانستان څخه ووزي.

XS
SM
MD
LG