د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید د طالبانو سره د خبرو مخالفت کړیدی


د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید د طالبانو سره د خبرو مخالفت کړیدی
د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید د طالبانو سره د خبرو مخالفت کړیدی

د جمهوری غوښتنکی د ګوند لخوا د جمهوری ریاست په راروانو انتخاباتو کی د کاندید د ټاکلو په سر سیالیو کی پاته کسانو پرون ماښام د جنوبی کارولینا په ایالت کی په یوه مناظری کی برخه واخیستله. په دغه مناظری کی تر ډیره د جمهوری غوښتنکی د ګوند په مخکښ کاندید، میټ رامنی، باندی نیوکی وسوی. په جنوبی کارولینا کی دغه مناظره یوه ورځ د لومړنیو انتخاباتو نه مخکی وسوه.

د امریکا د ولسی جرګی ریس، نیوټن ګینګریچ بیا په بین کپيټل چی د رامنی د پانګه اچونی پخوانی شرکت وه تور ولګوی چی د کاروبارونو د دیوالی کیدو سبب وګرځید او د دی لامل هم سو چی یو شمیر کسان خپل کارونه د لاسه ورکړی.

د ټکساس والی ریک پیری بیا وویل چی رامنی باید د خپلو عایداتو د مالیی حساب او کتاب خپور کړی لکه څنګه چی هغه دا کار کړی دی. هغه وویل چی په دی سره به رایه ورکونکی وکړای سی چی دغه معلومات استعمال کړی ترڅو د هغه د کاندیدو په اړه تصمیم ونیسی په داسی حال کی چی اوس لا رایه ورکونکی د انتخاب نور چانسونه هم لری.

رامنی د خپلو کړنو نه دفاع وکړه او وی ویل چی ځینی شرکتونه چی هغه ورباندی سرمایه ګزاری کړی وه ناکامه سوی وه او ځینی نور بیا بریالی وه. هغه دا هم وویل چی د دی تجربه لری چی هغه کاروبارونه په مخ یوسی چی په مشکل کی وی.

د بهرنی پالیس په اړه، رامنی په اوباما باندی انتقاد وکړ چی غواړی په افغانستان کی د طالبانو سره خبری وکړی. هغه وویل چی دغه ډله اوس هم امریکایی عسکر وژنی.

پیری وویل چی هغه به د ناټو نه د ترکیی په ایستلو باندی غور وکړی. هغه وویل چی ترکیی د عربی ملکونو نه د عربانو او اسراییل ترمنځ په شخړی کی ملاټر کړی هغه دا هم وویل چی ترکیی د هغه په اصطلاح هغه ملک دی چی د یو شمیر هغه کسانو لخوا اداره کیږی چی ورته اسلامی تروریستان ویل کیدای سی.

د ټکساس نه د کانګریس غړی، ران پال بیا په دفاعی چارو کی په اضافی لګښتونو باندی انتقاد وکړ. هغه په واشنګتن هم انتقاد وکړ چی د امریکا بهر په جنګونو کی یی ځان ښکیل کړی دی. هغه د پخوانی سناتور ریک سنټروم سره یو ځای د هغه نوی پالیسی سره چی په ترڅ کی به یی امریکایی اتباع د نامعلومه مودی لپاره د تروریزم په شک په توقیف کی وساتل سی مخالفت وکړ.

XS
SM
MD
LG