د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د امنیتي چارو مسولیت د ټولو قواوو د ایستلو معنی نلري


سپینه ماڼۍ: د امنیتي چارو مسولیت د ټولو قواوو د ایستلو معنی نلري
سپینه ماڼۍ: د امنیتي چارو مسولیت د ټولو قواوو د ایستلو معنی نلري

د ناټو د دفاع وزیرانو چي امریکا او فرانسه هم په کي شامله ده پرون د پنجشنبې په ورځ یې په بروکسیل کي دوه ورځنۍ غونډه پپل کړه او د افغان قواو نه یې وغوښتل چي تر ٢٠١٣ کال پوري یعني تر ټاکل شوي مودې یو کال مخکي دي په ټولو محاربوي عملیاتو کي مخکښ نقش په غاړه واخلي.

د ناټو عمومي منشي ( اندرز فاغ راسموسن ) غونډي ته وویل چي دی د نوي مهال ویش طرفداره دی، خو په دې باندي یې ټینگار وکړ چي داسي پلانونه نه شته چي ناتو دي د افغانستان نه وختي را ووځي. هغه وویل چي ناتو توقع لري چي وروستي ولایتونه به افغانانو ته د ٢٠١٣ م کال په نیمایي کي وسپارل شي او د هغه وخت نه وروسته به د ناټو د عسکرو نقش کرار کرار د محاربوي نقش نه په ملاتړ کونکي نقش بدل شي.

( راس موسن ) دا هم وویل چي د انفرادي هیوادونو هر ډول اقدامات به په کابل کي د ناټو د قوماندانۍ سره پیوستون او همآهنگي ولري.

د امریکا د فاع وزیر ( لیا ن پنېته ) او د فرانسې جمهوررئیس ( نیکولا سرکوزي ) هر یوه جلا جلا ویلي دي چي ائتلاف باید په افغانستان کي خپل محاربوي نقش په ٢٠١٣ م کال کي تر خپلي ټاکل شوي مودې یو کال مخکي پای ته ورسوي. ښاغلي پنېته ٢٠١٣ م کال د افغان امنیتي قواو لپاره د پاتې سیمو د امنیتې چارو دسپارلو په هکله، مهم او جدي وباله، خو دا ېې هم وویل چي د محاربوي نقش د ختمیدو نه وروسته د امریکا د پاته قواو د شمیر په اړه لا کومه فیصله نه ده شوې.

د ناټو ددفاع وزیرانو ته به په دغه دوه ورځنۍ غونډه کي په افغانستان کي د ناتو د قوماندان ( جنرال جان ایلن ) له خوا معلومات وړاندي شي. هغوي به دغه راز په دې باندي هم غور وکړي چي د امریکا او فرانسې پیشنهادونه عملي دي که نه.

د سپیني ماڼۍ ویاند ( جې کارني ) دلته په واشنگټن کي وویل چي د ناتو نه افغان قواو ته د امنیت دچارو د سپارلو جریان مخکي لا پیل شوی دی او همداسي به دوام ولري. هغه وویل چي امریکایي قواوي د ٢٠١۴ م کال تر پاي پوري عملا خپل محاربوي نقش ته دوام ورکولای شي او دا چي د امنیتي چارو انتقال د ټولو قواو د وتلو معنی نه لري.

له هغه نه پوښتنه وشوه چې آیا د لیان پانیته د چارشنبی د ورځې خبري د واشنگټن په پالیسۍ کې ددې لس کلنې جګړې په برخه بدلو ن څرگندوي ؛ جی کارنی ووېل چې نه، داسي نه ده. د سپېنې ماڼۍ نطاق جې کارني په خپلو خبرو کې کو ښښ وکړ چی د براک اوباما پراهدافو باندې چې وايي دالقاعده ډله تخریب ، ټوټه ، اوبالاخره شکست ورکړل شی، تمرکز وکړ.

رپوټ وايي چې د جمهوري گوند مخکښ کاندید میت رامني پر براک ا وباما باندي خپلو توندو انتقادونو ته ادامه ورکړ چې د لېان پانېته په خبرو تمرکز کوي. پخوانی والي میت رامنی وویل دا په بشپړه توگه له عقل سره برابره نه ښکاري چې خلکو ته ووېل شي چې تاسي ترهغې ورځې پورې جگړه کوي چې له افغانستان څخه عسکر واېستل شي. رامني زېاته کړله چی د ښاغلی اوباما ساده توب دامریکا د متحده اېالاتو مامورېت په افغانستان کې له خطر سره مخامخوي.

دپنجشبنی دورځی په دې مجلس کې به په دې هم بحث وشي چی دناټو دهغې غټې غونډې لپاره بنیادي کارونه برابر کړي چې ټاکل شوېده دمې په مېاشت کې دامریکا د شیکاگو په ایالت کې وشي.

XS
SM
MD
LG