د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د پنځوايی د پېښې توضیح غوښتې او طالبانو یې د غچ خبرداری ورکړی


طالبانو ویلي دي چې د امریکایي پوځی د وحشیانه حملې غچ به واخلي چې پرون د یکشنبې په ورځ د افغانانو پر کورونو رید وکړ او بې ګنا افغانان یې ووژل. په وژلو شویو کسانو کې زیاتر ښځې او ماشومان شامل وو..د ملکي خلکو تلفات د ډیروخت راهیسې د کابل او واشنگتن ترمنځ د تاوتریخوالی یوه غټه وجه ده.

د امریکا سفارت په افغانستان کې امریکایانو ته د انتقامي حملو د امکاناتو خبرداری ورکړیدی.

ولسمشر حامد کرزي ، ددې قتلونو توضیح غوښتې ده. ښاغلي کرزي وویل په وژل شوو کسانو کی نهه ماشومان او درې ښځې شاملې دي. ښاغلي کرزي وویل د بې گناه ولسي خلکو دغه وژنه، یو قصدي اوعمدي کار و، اوبخښل کیدی نشي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما د ولسمشر کرزي نه غوښتي دی چې د دې وژل شوو کسانو کورنیوو ته د هغه د خواخوږي اوتسلیت پیغام ورسوي او د ده خپگان ورته څرگند کړي.

ښاغلي اوباما وویل هغه د دفاع د وزیر لیون پنیتا د دریځ څخه ملاتړ کوي چې وایی فوري دي د دې پیښې تحقیق وشي. هر چا چې دا کار کړیدی ، هغه باید مسول وگڼل شي.

د ناټو مامورین وایی چا چې گومان کیږی دغه خلک وژلی دی، د امریکا د پوځ د هغې قطعې خورد ظابط دی چې مرکز یې د امریکا د واشنگتن په ایالت کې دی. دغه پوځي سهار وختي خپلې پوځی اډې ته نژدې کلي ته ورغلې او د برید نه وروسته یې ځان تسلیم کړیدی. زیاتره عیني شاهدانو ویلي دي چې حمله کوونکي څو کسه وو، خو مامورین د یوه کس یادونه کوي.

احتمال لری چې دغه ډزې د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې، چې هغسي هم په بگرام کې د امریکا په هوایي اډه کې د قرآن شریفونو د سوزولو په سر خرابې دي، نوری هم پسي خرابې کړي دي.

افغان ځواکونو، د قران شریفونو د سوزولو نه وروسته په احتجاجونو کې چې په ټول هیواد کی وشول شپږ امریکایي عسکر ووژل.

د واشنگتن پوست سروې وایي چې شپیته فیصده امریکایان په دې نظر دي چې د افغانستان جگړه د دومره لوړې بیې ارزښت نلري.

دغه سروې ښیي چې څلورپنځوس فیصده امریکایان غواړي چې امریکا خپل ټول عسکر د افغانستان نه وباسي ، حتی که افغان پوځ ددغې جگړې پوره زور اوطاقت هم ونلری.

د جرمني صدراعظمې ، انگلامرکل نن د دوشنبې په ورځ په ناځاپي ډول دافغانستان په شمال کې د بلخ د ولایت مرکز مزار شریف ته ورسیده چې د ناټو تر مشرۍ لاندی د جرمني عسکرو سره وگوري.

XS
SM
MD
LG